کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د وینزویلا د پلازمېنې کاراکاس په لوېدیځ کې د زورورو زلزلو له امله تر اوسه ۱۶۴ کسان مړه او له ۹۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې نن سهار ویلي وو چې په وینزویلا کې د دغو زورورو زلزلو له امله د درنو تلفاتو او پراخو زیانونو احتمال شته او لومړنۍ ارزونې ښيي چې د مړو شمېر ښايي له ۱۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو کسانو پورې ورسېږي.
د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې ویلي: «د درنو تلفاتو او پراخو زیانونو احتمال شته او ښايي دا ناورین په پراخه کچه رامنځته شي.»
بلخوا، سياېناېن تازه راپور ورکړی چې د دغو دوو زلزلو له امله لږ تر لږه ۱۶۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په راپور کې راغلي چې د دغو پېښو له امله څه باندې ۹۰۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د راپور له مخې، د نړېدلو او زیانمنو شوو ودانیو شمېر ته په کتو سره احتمال شته چې د تلفاتو اصلي شمېر تر دې هم ډېر لوړ وي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی، په وینزویلا کې له زورورو زلزلو وروسته یې د هغه هېواد له چارواکو سره اړیکه نیولې او د زیانمنو شویو کسانو د مرستې لپاره به مرستندویه ډلې واستوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریسټوفر لاندو په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې امریکا به د وینزویلا له موقت حکومت سره په همکارۍ، د لټون او ژغورنې ډلې، طبي تجهیزات، بشري مرستې او نور اړین امکانات د دغې طبیعي پېښې له رامنځته کېدو وروسته په لومړیو ورځو کې دغه هېواد ته واستوي.