ژبه

له ایرانه د ۱۶۴ افغان بندیانو انتقال؛ د پاکستان له زندانونو د ۳۴۴ افغان کډوالو خوشې کېدل

ویدا قلندري

۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۱:۵۹

Views: ۲۵

هممهاله له دې سره چې د پاکستان له زندانونو ۳۴۴ افغان کډوال خوشې شوي، د زندانونو چارو د تنظیم اداره وايي چې ۱۶۴ افغان بندیان، د درېیو ښځو په ګډون، له ایرانه افغانستان ته انتقال شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پنجشنبه اعلان وکړ چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې ۳۴۴ افغان کډوال، چې کورنۍ او مجرد کسان په کې شامل دي او د استوګنې د اسنادو د ستونزو له امله د بېلابېلو مودو لپاره د پاکستان په زندانونو کې ساتل کېدل، خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، له خوشې شویو کسانو څخه ۲۳۲ تنه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې او ۱۱۲ تنه نور د کندهار ولایت د سپین‌بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې چې یاد کسان له بشري مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت ژمن دی څو راستنېدونکو ته د مناسبو شرایطو برابرولو او د اړینو خدمتونه او ملاتړ د وړاندې کولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

په همدې حال کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې اعلان کړی چې پرون ۱۶۴ افغان وګړي، چې په بند محکوم شوي وو او درې ښځې هم په کې شاملې دي، له ایرانه افغانستان ته انتقال شوي دي.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس مولوي محمد یوسف مستري ویلي چې اړوندو مسوولانو ته یې سپارښتنه کړې څو له ایرانه د انتقال شوو بندیانو وضعیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د دغو کسانو د محکومیت مودې، تورونو او د قضیو د ډول په اړه جزئیات نه دي ورکړي.