ژبه

نيويارک ټايمز: د پاکستان جنګي الوتکې د حوثیانو پر ضد بریدونو کې کارول کېږي

عبدالجبار اندړ

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۱:۰۰

Views: ۱

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان جنګي الوتکې د سعودي عربستان له لوري د یمن د حوثیانو پر ضد هوايي بریدونو کې کارول کېږي؛ خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دغه راپور رد کړی دی.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د پاکستان یوه لوړپوړي پوځي چارواکي، چې نوم یې نه دی یاد شوی، ویلي چې د دغه هېواد د هوايي ځواک جنګي الوتکې د حوثیانو پر ضد بریدونو کې کارول کېږي.

د پاکستان یوه بل چارواکي هم ورځپاڼې ته ویلي چې د دغه هېواد رول به تر ډېره د هوايي ملاتړ او د حوثیانو د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د ګواښونو کمولو پر هڅو متمرکز وي، نه په یمن کې پر ځمکنیو عملیاتو.

د راپور له مخې، د امریکا د پوځ پخوانۍ اتشې او د دفاعي استخباراتو ادارې پخواني شنونکي ډیویډ او سمیټ ویلي چې د شنونکو د اټکل له مخې، شاوخوا اته زره پاکستاني سرتېري سعودي عربستان ته استول شوي دي. د هغه په خبره، په دغو ځواکونو کې د پاکستان د هوايي ځواک او د پوځ د هوايي دفاع برخې هم شاملې دي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د پنجشنبې په ورځ د نیویارک ټایمز راپور «جعلي او له ځانه جوړ شوی» بللی او له نړۍوالو رسنیو یې غوښتي چې د مکې د ګډ دفاعي تړون له مخې د پاکستاني ځواکونو د کارولو په اړه له اټکلونو ډډه وکړي.

دغه وزارت ویلي چې که د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو د کارولو اړتیا پېښه شي، اړوندې ادارې به یې جزئیات خپاره کړي.

دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د سعودي عربستان چارواکو ویلي، د یمن حوثیانو د دغه هېواد د ریاض او ابها پر هوايي ډګرونو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د سعودي چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې درې کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.