هرات (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت وایي، په هرات ولایت کې د شپږو موټرسایکلونو د غلا په تړاو درې کسان نیول شوي او امنیتي ځواکونو لس نور غلا شوي موټرسایکلونه هم کشف او ضبط کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه درې کسان پرون (جمعه) د هرات ښار د اوومې امنیتي حوزې منسوبینو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د شپږو موټرسایکلونو د غلا په تور نیول شوي دي.
سرچینه کاږي چې نیول شوو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او دوسیې یې د قانوني پړاوونو بشپړېدو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوې دي.
سرچینې زیاته کړې چې دغو کسانو به له غلا وروسته د موټرسایکلونو اسناد بدلول، د شاسي نمبرونه به یې اړول او بیا به یې پلورل.
کورنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې د هرات ښار د اوومې امنیتي حوزې ځواکونو د خپلو عملیاتو په دوام د دې حوزې له بېلابېلو سیمو لس نور غلا شوي موټرسایکلونه هم کشف او ضبط کړي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، کشف شوي موټرسایکلونه به د مالکیت له تثبیت او د قانوني اسنادو له ارزونې وروسته خپلو اصلي مالکانو ته وسپارل شي.