ژبه

د اسراییلو د ولسمشر د وینا پر مهال د ۱۳ هېوادونو استازي د «سیکا» له غونډې وتلي دي

Ahmad sohaib

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۷:۲۸

۰ کتنې

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): «تهران ټایمز» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د «سیکا» اوومې غونډې ته د اسراییلو د ولسمشر اسحاق هرتزوګ د وینا له پیلېدو سره هم‌مهاله، د ۱۳ هېوادونو استازو د غونډې تالار پرېښی دی.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال کاظم غریب‌ابادي په مشرۍ ایراني پلاوي، له ۱۲ نورو پلاوو سره یوځای د اسراییلو د ولسمشر د وینا پر مهال د غونډې تالار پرېښی دی.

تهران ټایمز لیکلي چې د ایران، فلسطین، پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې، عراق، مصر، کویټ، قطر، اردون، مالیزیا، اندونیزیا او بنګله‌دېش استازي د دې اقدام برخه وو.

ورته مهال، اناډولو خبري اژانس هم راپور ورکړی چې نن (پنج‌شنبه) د «سیکا» د تعامل او په اسیا کې د باور جوړونې اقداماتو کنفرانس په اوومه غونډه کې د اسراییلو د ولسمشر اسحاق هرتزوګ د وینا له پیل سره هم‌مهاله، د ترکیې په ګډون د څه باندې لسو هېوادونو استازي د غونډې له تالار وتلي دي.

.دغه خبري اژانس د نورو هېوادونو نومونه نه دي یاد کړي

د اسیا د تعامل او باورجوړونې اقداماتو کنفرانس (سیکا) د ۲۸ غړو هېوادونو یو بین‌الحکومتي فورم دی چې د اسیايي هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو، همکارۍ او باورجوړونې د پیاوړتیا په موخه فعالیت کوي.