کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د عراق پلازمېنې بغداد ته تللی دی.
صدا او سیما راپور ورکړی چې عباس عراقچي نن (یکشنبه) سهار عراق ته ولاړ.
د راپور له مخې، عراقچي به په دغه سفر کې د عراق له لوړپوړو چارواکو سره د دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییزو او نړۍوالو بدلونونو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړي.
په راپور کې راغلي چې د دغه سفر په اجنډا کې د ایران د پخواني رهبر علي خامنهای د جنازې د مراسمو ترسره کولو لپاره له عراقي مسوولو ادارو سره د لازمې همغږۍ برابرول هم شامل دي.