ژبه

د فوټبال نړۍوال جام؛ ارجنټاین، انګلیستان، کرواسی او کانګو لوبې وګټلې

REUTERS/Hannah Mckay

هجرت‌الله کاکړ

۷ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۰:۴۹

Views: ۸

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې ارجنټاین، انګلیستان، کرواسی او کانګو لوبې وګټلې؛ دغه‌راز پرتګال او کولمبیا، الجزایر او اتریش لوبې مساوي کړې.

د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه‌توب روانې دي.

د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دوام تېره شپه د ارجنټاین او اردن، الجزایر او اتریش، اوزبکېستان او کانګو، کولمبیا او پرتګال، انګلیستان او پاناما، کرواسی او ګانا لوبډلو ترمنځ لوبې وشوې.

په دې سیالیو کې یوه لوبه د ارجنټاین او اردن لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ۳ پر ۱ ارجنټاین وګټله.

د ارجنټاین لپاره جیوواني لو سیلسو، لاوتارو مارتینز او لیونل مېسي یو – یو ګول وواهه او د اردن لپاره یوازېنې ګول موسی التعمري تر لاسه کړ.

دغه‌راز، په نړۍوال جام کې بیا بله لوبه د الجزایر او اتریش لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ۳ پر ۳ مساوي پای ته ورسېده.

دغه راز د الجزایر لوبډلې لپاره رفیق بلغالي یو او ریاض محرز دوه ګولونه ووهل او همدارنګه د اتریش لوبډلې په ګټه مارکو ارناوتوویچ،مارسل زابیتسر او ساشا کلاجژیچ یو – یو ګول ترلاسه کړ.

د اوزبېکستان او کانګو لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه چې ۳ پر ۱ کانګو وګټله، دغه راز په یاده لوبه کې  یوان ویسا دوه او  فیسټون مایېلي د کانګو لوبډلې لپاره یو ګول ترلاسه کړ.

د اوزبېکستان لپاره بیا یوازېنې ګول الډور شومورودوف وواهه.

د فوټبال نړۍوال جام کې بیا د کولمبیا او پرتګال لوبډلو ترمنځ لوبه صفر صفر مساوي شوه.

د دغو سیالیو په بله لوبه کې انګلیستان پاناما ته ۳ پر صفر ماتې ورکړه، په دې لوبه کې جود بلینګهم او هري کین د انګلیستان لپاره یو یو ګول وواهه.

دغه‌راز، په یادو سیالیو کې د کرواسی او ګانا لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه چې ۲ پر ۱ کرواسی وګټله.

په یاده لوبه کې پیټرسوچیچ او نیکولا ولاشیچ د کرواسی لپاره یو – یو ګول وواهه او د ګانا لوبډلې لپاره یوازېنې ګول ډېرېک لوکاسن وکړ.