غزنيښار (پژواک ۲۱ وږی ۱۴۰۵): په غزني کې د سلطان محمود غزنوي په نوم د کرکټ شلاوریزې سیالۍ د مینهوال زلمیو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د سلطان محمود غزنوي په نوم د کرکټ شلاوریزې سیالۍ شاوخوا یوهنیمه میاشت مخکې د لسو لوبډلو په ګډون پیل شوې وې.
له دې ډلې د مینهوال زلمیو او دوبۍ پټرولیم لوبډلو د غوره لوبو په ترسره کولو پایلوبې ته لار ومونده؛ په پایلوبه کې د مینهوال زلمیو لوبډلې هر اړخیزه لوبه ترسره کړه او دوبۍ پټرولیم لوبډلې ته یې د ۱۱ منډو په توپیر ماته ورکړه او په دې سره یې د سیالیو اتلولي خپله کړه.
د سیالیو د پای مراسمو کې د غزني د کرکټ امر عبدالودود پکتیال وویل، د کلبونو په کچه د ورته سیالیو ترسره کول د لوبغاړو د بوخت ساتلو ترڅنګ د هغوی د لوبیزې وړتیاوو لوړولو لپاره مهم دي.
هغه زیاته کړه: «د کلبونو په کچه دوامدارې سیالۍ لوبغاړو ته دا فرصت ورکوي چې خپله وړتیا وښيي، تجربه ترلاسه کړي او د دویمې درجې سیالیو لپاره لا ښه چمتو شي.»
هغه زیاته کړه، د غزني د کرکټ د ودې لپاره د کلبونو ترمنځ د سیالیو دوام مهم دی او له همدې لارې کولای شي بااستعداده لوبغاړي هم وپېژندل شي.
د لوبې یوه ګډونوال عارف پژواک ته وویل، په غزني کې د کرکټ مینهوال ډېر دي او د سیالیو دوام کولای شي د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا ترڅنګ د استعدادونو راڅرګندېدو زمینه هم برابره کړي.
دی وایې: «په غزني کې د کرکټ ډېر مینهوال شته؛ کله چې منظمې سیالۍ ترسره شي، ځوانان هڅېږي چې تمرین وکړي او خپل استعدادونه وښيي. دا سیالۍ باید یوازې په یوه ټورنمنټ پورې محدودې نه شي، بلکې دوام ولري.»
یوه بل لوبغاړي محمدنور وویل: «موږ د دې سیالیو لپاره ښه تمرین کړی و، اتلولي زموږ لپاره مهمه وه، خو تر دې مهمه دا ده چې په دوامدارو سیالیو کې خپله تجربه او وړتیا لوړه کړو.»
دی وایې: «د کلبونو ترمنځ د دې ډول سیالیو دوام د لوبغاړو لپاره ډېر ښه فرصت دی. موږ هیله لرو چې په راتلونکي کې هم ورته سیالۍ ډېرې شي او ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو زمینه لا پراخه شي.»
د یادونې ده، یوه میاشت مخکې هم به غزني کې د ۲۴ کلبونو ترمنځ د ۲۰۲۶ کال د کرکټ ۵۰ اوریزی «انټر کلب سیالۍ چی نږدی دوه میاشتی یی دوام وکړ، پای ته رسېدلې وي.