منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:16 غ.م
ننوتل
11° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
لوبې

افغانستان او قزاقستان د ورزشي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس د قزاقستان له سفیر سره کتلي او دواړو لورو د ورزشي همکاریو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ د ګډو پروګرامونو، تمرینونو او دوستانه سیالیو د ترسره کېدو لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی.

· 2 دقیقې لوستل · 36 کتنې

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس د قزاقستان له سفیر سره کتلي او دواړو لورو د ورزشي همکاریو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ د ګډو پروګرامونو، تمرینونو او دوستانه سیالیو د ترسره کېدو لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې ادارې رئیس مولوي احمدالله وثیق په افغانستان کې د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره کتلي او دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورزشي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د قزاقستان سفیر په دې لیدنه کې د ورزش په برخه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی او د افغانستان لوبغاړو او ورزشي لوبډلو ته یې بلنه ورکړې چې قزاقستان ته سفر وکړي او هلته په تمریني پروګرامونو او دوستانه سیالیو کې برخه واخلي.

په خبرپاڼه کې راغلي، اکباسوف د افغانستان د امنیت او اوسني وضعیت په اړه خوښي څرګنده کړې او قزاقستان یې د افغانستان له دوستو هېوادونو څخه بللی دی.

هغه د ورزش په برخه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د لا ډېرو همکاریو ژمنه کړې ده.

مولوي احمدالله وثیق هم د قزاقستان له سفیر سره له لیدنې هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو او ورزشي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

وثیق ویلي، دوی تل هڅه کړې چې له بېلابېلو هېوادونو سره سالمې او رغنده اړیکې پراخې کړي. ده د افغانستان او قزاقستان د لوبغاړو ترمنځ د دوستانه سیالیو لپاره د زمینې له برابرېدو هرکلی کوي.