کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د پېښور سترې محکمې د پاکستان حکومت ته سپارښتنه کړی چې د شاوخوا ۱۴۰ افغان کورنیو او یو شمېر نورو افغان اتباعو اخراج، نیول او انتقال د راتلونکو ۶۰ ورځو لپاره یا تر هغه وځنډوي چې د هغوی د پناهغوښتنې په اړه پرېکړه نه وي شوې.
د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، د دې محکمې قاضیانو یوه پلاوي همدارنګه د پاکستان حکومت ته سپارښتنه کړې چې د دغو کسانو د پناهغوښتنې دوسیې وڅېړي او په اړه یې پرېکړه وکړي.
په راپور کې راغلي، ډېری دغه افغان اتباع په درېیمو هېوادونو کې د مېشتېدو یا نړۍوال ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ته مراجعه کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې د غوښتونکو په ډله کې د افغانستان د پخواني حکومت کارکوونکي، پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه، قاضیان، څارنوالان، وکیلان، د پوهنتون استادان، ښوونکي، خبریالان، د مدني ټولنې فعالان او د خصوصي سکټور یو شمېر ښځینه کارکوونکې شامل دي.
د پاکستان حکومت په محکمه کې استدلال کړی چې د ناقانونه بهرنیو اتباعو د بېرته ستنولو پروګرام د وروستي پړاو له مخې، هر هغه افغان وګړی چې په پاکستان کې له ویزې او معتبر پاسپورټ پرته اوسېږي، د اخراج له پروسې سره مخ کېږي، که څه هم په درېیم هېواد کې د هغو د مېشتېدو دوسیه تر څېړنې لاندې وي.
په مقابل کې، د غوښتونکو وکیلانو ټینګار کړی چې ډېری موکلین یې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره ثبت شوي، د مرکو او امنیتي څېړنو پړاوونه یې تېر کړي او ځینې یې د درېیمو هېوادونو لپاره منل شوي یا معرفي شوي هم دي.