کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د شپږیزه کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالو په لړ کې د امو نهنګانو لوبډلې د بست ساتونکو لوبډلې ته ماته ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د یوولسم پړاو ايانډ شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې نن له غرمې مخکې د امو نهنګان او د بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.
د یادې لوبې پچه د امو نهنګانو لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د بست ساتونکو لوبډلې پر وړاندې د توپاچونې پرېکړه وکړه.
په دې لوبه کې د بست ساتونکو لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې ۱۵۳ منډې جوړې کړې.
په یاده لوبه کې د بست ساتونکو لوبډلې له لوري نجیبالله ځدراڼ ۴۵، شمسالرحمن، ۲۷ او ابراهیم ځدراڼ ۲۳ منډې وکړې.
د امو نهنګانو لوبډلې له لوري په توپاچونه کې لوبډلمشر یمین احمدزي او ګلبدین نایت ۳ـ ۳، عبدالله احمدزي او فضلالحق فاروقي د بست لوبډلې یو – یو لوبغاړي وسوځول.
د امونهنګانو لوبډلې ورکړل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹م اور کې پوره کړ او د پنځو وېکټو په توپیر یې د بست ساتونکو لوبډلې ته ماته ورکړه.
د امو نهنګانو لوبډلې له لوري په توپوهنه کې عبدالمالک ۶۴، شاهدالله ۳۵ او محمداسحاق ۲۰ منډې جوړې کړې.
دغهراز یوولسم پړاو ايانډ شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ تېره ورځ په خوست کې پیل شوې دي.