کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ کې یوې سرچینې پژواک ته تایید کړه چې راشدخان شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې د ګډون لپاره هېواد ته راغلی دی.
د شپږیزه کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالۍ دوه ورځې مخکې په خوست ولایت کې د بند امیر، سپینغر، مسعینک، امو او بست لوبډلو په ګډون پیل شوې دي.
راشدخان په دغو سیالیو کې د سپینغر لوبډلې لوبډلمشر دی او ټاکل شوې چې سبا به په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د بست لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.