ژبه

شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ مس عینک اتلانو بند امیر ښامارانو لوبډلې ته ماتې ورکړه

Ahmad sohaib

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۳:۱۲

Views: ۳

کابل (پژواک، ۱۲چنګاښ ۱۴۰۵): د شپږیزه کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالو په لړ کې د مس عینک اتلانو لوبډلې د بند امیر ښامارانو لوبډلې ته د اته وېکټو په توپیر ماته ورکړه.
د یوولسم پړاو اي‌انډ شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې نن له غرمې مخکې د مس عینک او بند امیر ښارمارانو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.
په دغه لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په شلم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۴ منډې وکړې.
یاده لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې له لوري عزیزالله میاخېل ۳۰ او فرمان الله ساپي ۲۰ منډې جوړې کړې.
د مس عینک اتلانو لوبډلې له لوري په توپ‌اچونه کې ضیاءالرحمن شریفي او مجیب الرحمن ۳-۳، نصرت الله نورستاني او خلیل ګربز ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.
مس عینک اتلانو لوبډلې ورکړل شوې هدف په لسم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د اته وېکټو په توپیر یې د بند امیر ښامارانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د مس عینک لوبډلې له لوري په توپوهنه کې خالد تڼیوال ۵۳ او لوبډلمشر رحمن الله ګربز ۵۲ منډې وکړې.