ژبه

د بدن ښکلا او فټنس دوو افغان لوبغاړو د سوېلي اسیا سیالیو کې د برونزو دوه مډالونه وګټل

هجرت‌الله کاکړ

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵:۱۲

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس دوو نورو ملي لوبغاړو د سوېلي اسیا سیالیو کې دوه د برونزو مډالونه وګټل.

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د سوېلي اسیا ۱۶م پړاو سیالیو کې جواد میرزایي په ۸۵ کیلوګرامه وزن کې او حکمت‌الله علومي په ۸۰ کیلوګرامه وزن کې د برونزو یو – یو مډال ترلاسه کړ.

د سوېلي اسیا سیالۍ د بوتان په پلازمېنه تیمفو کې روانې دي او په دغو سیالیو کې له افغانستانه ۱۵ ورزشکاران ګډون کړی دی.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې تېره ورځ هم افغان لوبغاړو دوه د سرو زرو، درې د سپینو زرو او یو د برنزو مډالونه ګټلي ول.

دغه‌راز، د سوېلي اسیا سیالۍ د اتو هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون د چنګاښ په ۹مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۱۳مې به دوام ولري.