ژبه

د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي

هجرت‌الله کاکړ

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۶

Views: ۳

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۵) د افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا (د چنګاښ ۱۵مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۶ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.

د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه بانک غواړي سبا دوشنبې د داوطلبۍ له لارې ۱۶ میلیون امریکايي ډالر وپلوري.

یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.

سرچینې زیاته کړې چې د لیلام ګټونکي اړ دي خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.