ژبه

نورستان کې لس زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ

Khwaja Nasir Sideqi

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۰:۲۵

Views: ۹

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي چې د نورستان نږدې لس زره اوسېدونکو ته یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي.

یونیسف پرون (یکشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا پروژه د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ پلې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې دغه پروژه د ککړو اوبو له امله د رامنځته‌کېدونکو ناروغیو په مخنیوي او د ماشومانو او کورنیو د روغتیا په خوندیتوب کې مهم رول لري.

یونیسف ټینګار کړی چې د دې پروژې پلي کول په افغانستان کې په زیان‌منو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو برابرولو لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.

یونیسف په همدې تړاو د نورستان د یوې اته کلنې نجلۍ خبرې هم خپرې کړې دي. هغې ویلي: «پخوا اوبه ترخې وې او موږ به یې ناروغان کولو، خو اوس پاکې اوبه لرو او زه ډېره خوشحاله یم.»