ژبه

د اوکراین پر پلازمېنه د روسیې برید؛ لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي

احمد صهیب حسرت

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۲۱:۳۲

Views: ۱۷

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د اوکراین پر پلازمېنه کی‌یف د روسیې د توغندیزو او بې‌پېلوټه الوتکو بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي او ۵۶ نور ټپیان دي.

دغه برید نن سهار وختي، د دوشنبې په ورځ، پر کی‌یف وشو چې له امله یې ۱۰ کسان په پلازمېنه او یو بل کس د ښار په شاوخوا سیمو کې مړ شوی دی. دغه راز، ۴۶ کسان په کی‌یف او ۱۰ نور د دغه ښار په څنډو کې ټپیان شوي دي.

د کی‌یف ښار د نظامي ادارې مشر تیمور تکاچنکو ویلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ ودانیو ته زیان اوښتی چې څلور ودانۍ یې د «پودیلسکي» په تاریخي سیمه کې دي. نوموړي زیاته کړې چې د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي او ښايي د قربانیانو شمېر زیات شي.

د اوکراین پوځ اعلان کړی چې روسیې په دغه شپني برید کې د اوکراین پر لور ۶۸ توغندي او ۳۵۱ بې‌پېلوټه الوتکې توغولي دي.

اوکرایني رسنیو هم راپور ورکړی چې د خطر زنګونو له غږېدو وروسته زرګونو کسانو تر ځمکې لاندې پناهځایونو ته پناه یوړه.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي له دې برید یوه ورځ مخکې خبرداری ورکړی و چې ښايي روسیه د ناټو د غونډې له ترسره کېدو مخکې یو بل پراخ برید وکړي. ټاکل شوې نوموړی د دې غونډې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

په همدې حال کې، روسي چارواکو ویلي چې د کریمیا ټاپووزمې ته نږدې د سواستوپول ښار د انرژۍ پر زېربناوو د اوکراین برید په دغه ښار کې د برېښنا د موقتي پرې کېدو لامل شوی دی.