ژبه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر اوراسیا هېوادونو ته د توکو له صادروونکو سره ولیدل

خواجه نصیراحمد صدیقی

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۰

Views: ۴

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزیر د هغو سوداګرو سره په لیدنه کې چې له افغانستانه د اوراسیا اقتصادي اتحادیې غړو هېوادونو ته توکي صادروي، ویلي چې دغه وزارت په کابل او د هېواد په زونونو کې د صادراتو د پروسس مرکزونو پر جوړولو جدي کار کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د اوراسیا اقتصادي اتحادیې غړو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتي توکو له صادروونکو سره ولیدل.

سرچینې لیکلي چې صادروونکو په دې غونډه کې د صادراتو د اسانتیاوو په برابرولو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هڅو مننه وکړه او روسیې، قزاقستان، بلاروس، ارمنستان او قرغیزستان ته د افغانستان د صادراتي توکو د ډولونو او د صادراتو د بهیر په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

د خبرپاڼې له مخې، نورالدین عزیزي د صادروونکو د نظرونو له اورېدو وروسته وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کابل او د هېواد په زونونو کې د صادراتو د پروسس مرکزونو پر جوړولو جدي کار کوي او د دغو مرکزونو په بشپړېدو سره به د افغانستان د صادراتي توکو د صادرولو په بهیر کې سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې او امکانات برابر شي.

هغه د دغه وزارت مسوولینو ته لارښوونه هم کړې چې له صادروونکو سره دوامداره اړیکه وساتي او د اړتیا په صورت کې د هغوی ستونزو ته په لنډ ممکن وخت کې رسېدنه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې چې د سوداګرۍ د اسانتیا او د ګمرکي خنډونو کمولو په موخه، د اوراسیا اقتصادي اتحادیې چې روسیه، قزاقستان، بلاروس، ارمنستان او قرغیزستان یې غړي دي، د افغانستان صادراتي توکو ته ترجیحي تعرفې ورکړې دي.