ژبه

مرضیه؛ هغه ښځه چې د لبنیاتو د پلور له لارې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کوي

رقیبه پویاعزیز

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۳:۱۲

Views: ۱۸

شبرغان (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د جوزجان د مرکز اوسېدونکې مرضیه د لبني محصولاتو د پلور له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي؛ خو په دې برخه کې ځينو ستونزو له ننګونو سره مخ کړې او د ملاتړ غوښتنه کوي.

مرضیه هره ورځ مخکې له دې چې د شبرغان بازار خلاص شي، خپل کار پیلوي؛ غوا لوشي، مستې او پنیر تیاروي او بیا بازار ته ځي.

دغه ښځه چې هيڅکله یې د زده‌کړو فرصت نه دی موندلی، نږدې دوه لسیزې کېږي چې د غوا پر ساتلو او د لبنیاتو د محصولاتو په پلور د خپلې کورنۍ د ژوند د اړتیاوو برابرولو مسوولیت پر غاړه لري؛ هغه مسوولیت چې د مېړه له ناروغۍ وروسته پرې لا دروند شوی دی.

مرضیه له ناروغ مېړه او څلورو اولادونو سره د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار اړوند د «یکه‌باغ» په کلي کې په یوه زاړه کور کې ژوند کوي. نوموړې هر سهار وختي له خوبه پاڅېږي، له لمانځه او د قران‌کریم له تلاوت وروسته د خپل مېړه لپاره چې د نوموړې په وینا، شاوخوا لس کاله مخکې فلج شوی، سهارنۍ چمتو کوي.

هغې وویل، خاوند ته له سهارنۍ ورکولو وروسته د کور ځینې چارې خپلو لوڼو ته سپاري او خپله د غوا خوا ته ورځي.

د مرضیې چاودې شوي لاسونه د کلونو سخت کار او هڅو ښکارندویي کوي؛ نوموړې لومړی خپلې غوا ته واښه او اوبه برابروي، بیا یې لوشي او له هغو مستې، پنیر او قیماق جوړوي.

د تازه شیدو بوی د کور انګړ خپرېږي؛ د مستو او پنیر لوښي یو په بل پسې تیارېږي او د مرضیې درې لوڼې هم د خپلې مور ترڅنګ په کار بوختې وي.

د دې کورنۍ لپاره هر هغه محصول چې د پلور لپاره چمتو کېږي، یوازې یو لبني محصول نه دی، بلکې د ډوډۍ، درملو او د ژوند د نورو اړتیاوو د لګښت یوه برخه پرې برابرېږي.

مرضیه وايي: «له شیدو، مستو، پنیر، پېروي او نورو لبنیاتو څخه عاید ترلاسه کوو، کېدای شي زموږ عاید ډېر نه وي، خو همدا عاید زموږ ژوند پر مخ وړي.»

د هغې په خبره، د لبنیاتو له پلور څخه یې میاشتنی عاید له پنځو زرو تر ۱۰ زرو افغانیو پورې دی چې د تولید د اندازې له مخې بدلېږي.

هغې وویل: «دا کار دومره اسانه نه دی، خپل زحمت لري. د یوې ښځې لپاره ډېر ستونزمن دی؛ د څارويو ساتل، د غوا لوشل، مستې، پنیر او پېروی جوړول او پلورل ساده کارونه نه دي، همت غواړي، زه مجبوره یم چې خپله کورنۍ په غېږ کې ونیسم.»

مرضیه چې خپله یې هيڅکله يې ښوونځي ته د تلو فرصت نه دی موندلی، وايي که له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځيرته د تلو اجازه ورکړل شي، نو د خپلو لوڼو زده‌کړې او تعلیم ته به لا ډېره پاملرنه وکړي.

هغې زیاته کړه: «زما مشر زوی هم درس وايي او هم په یوه دوکان کې شاګردي کوي.»

مرضیه له ډېرو ستونزو سره سره وايي چې خپل کار پرېښودل نه غواړي؛ نوموړې هیله لري چې یوه ورځ د خپلو غواګانو شمېر زیات او د تولید کچه لوړه کړي، ځکه باور لري چې د هر ستل شيدو د پلور له لارې د خپلو اولادونو د ښه راتلونکي لپاره یو ګام اخلي.

هغه چې اوس یو غوا او یو خوسکی لري، وايي، که څه هم د لبنیاتو پلور د کورنۍ د لګښتونو یوه برخه برابروي، خو د څارويو د خوراک او نورو تولیدي لګښتونو لوړوالي یې کار ستونزمن کړی دی.

هغې زیاته کړه: «ځیني‌ وختونه غوا ته د مناسب خوراک د اخیستو توان نه لرو؛ که زموږ ملاتړ وشي، د څارويو خوراک راکړل شي، مالي مرسته راسره وشي او وسایل راکړل شي، کولای شو د غواګانو  شمېر زیات کړو، تولید لوړ کړو او ښه عاید ترلاسه کړو.»

په همدې حال کې، په جوزجان کې د اقتصادي چارو یوه کارپوه د کرنې او مالدارۍ برخو کې د ښځو رول د کورنیو او ټولنې د اقتصادي ودې لپاره مهم بللی او د هغوی د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.

د جوزجان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ابوریحان انتظار پژواک ته وویل: «ښځې د کرنې او مالدارۍ برخه کې د تولید په زیاتوالي، د خوړو د خوندیتوب په تامین او د کورنیو او ان تر ټولنې د اقتصاد په ښه‌والي کې اساسي رول لري.»

هغه زیاته کړه، که له دغو ښځو سره د روزنې، بازار، اصلاح شوو تخمونو، کوچنیو پورونو، تولیدي وسایلو او کوچنیو کاروبارونو برخو کې مرسته وشي، نه یوازې د کورنیو عاید به زیات شي، بلکې په ټولنه کې به اقتصادي وده او دوامداره پرمختګ هم پیاوړی شي.

دغه استاد ټینګار وکړ چې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره پانګونه باید لومړیتوب ولري، ځکه د ده په باور، دا د افغانستان د اقتصاد پر راتلونکې پانګونه ده.

بلخوا، د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ذبیح‌الله خیراندیش وايي، په دغه ولایت کې له ۵۰۰ ډېرې ښځې د شنو خونو، زعفرانو کرنې، د سمارقو روزنې او مالدارۍ برخو کې فعالیت کوي.

هغه وویل: «موږ هڅه کوو چې ښځو ته نورې روزنیزې او حمایوي برنامې هم پیل کړو، څو د کرنې او سیمه‌ییز اقتصاد په پراختیا کې د هغوی ونډه زیاته شي.»

د نوموړي په وینا، دغه ریاست له همکارو او تمویلوونکو ادارو سره په اړیکه کې دی، څو د ښځو او مالدارانو لپاره نورې روزنیزې او حمایوي برنامې برابرې او د تولید ظرفیت، د محصولاتو کیفیت او په سیمه‌ییز اقتصاد کې د هغوی ونډه زیاته شي.