کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د عامې روغتیا وزارت وایي چې د ملاریا او ډینګي ناروغیو د مخنیوي لپاره په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې د څه باندې ۱.۹ میلیونه پشهخانو د وېش کمپاین پیل شوی دی.
ملاریا یوه پرازیتي ناروغي ده او پر دغه پرازیت د ککړې ماشي د چیچلو له لارې انسان ته لیږدي. تبه، لړزه، د سر درد او کمزوري د دې ناروغۍ نښې دي. ډینګي بیا یوه ویروسي ناروغي ده او هغه هم د ککړې ماشي د چیچلو له لارې انسان ته لیږدي او ښایي د لوړې تبې، د سر، عضلو او بندونو د درد لامل شي؛ دغه ناروغي په سختو حالاتو کې د وینې بهېدو او خطرناکو پایلو لامل هم کېدای شي.
د عامې روغتیا وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو ناروغیو د مخنیوي لپاره یې په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې د پشهخانو د وېش کمپاین پیل کړی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې دغه کمپاین د ننګرهار په نازیانو او دوربابا ولسوالیو، د کونړ په پېچ دره ولسوالۍ او د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې پیل شوی او په راتلونکو پړاوونو کې به په تدریجي ډول د دغو درېیو ولایتونو ټولې ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راولي.
سرچینه زیاتوي چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به په ننګرهار کې یو میلیون او ۴۵۰ زره، په کونړ کې ۴۲۵ زره او په لغمان کې ۴۸ زره او ۵۲۰ پشهخانې ووېشل شي.
د عامې روغتیا وزارت زیاته کړې چې په ختیځ زون کې د امیندوارو ښځو لپاره هم د امیندوارۍ د لومړنیو روغتیايي خدمتونو (ANC1) له لارې د ۹۷ زره او ۵۲۴ پشهخانو د وېش لړۍ روانه ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د تورخم له لارې راستنېدونکو کډوالو ته د ۱۳۲ زره او ۷۸۷ پشهخانو د وېش لړۍ به هم ډېر ژر پیل شي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دغه کمپاین موخه په ملاریا او ډینګي ناروغیو د اخته کېدو د خطر کمول او د دغو ناروغیو د مخنیوي وسایلو ته د کورنیو د لاسرسی پراخول دي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي د دغه کمپاین موخه دا ده چې د ملاریا او ډینګي ناروغیو مخنیوی وشي.