ژبه

د هرات او خراسان رضوي والیانو د سوداګرۍ او ترانزیټ پر پیاوړتیا خبرې وکړې

سهراب سرروي

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۴:۲۷

Views: ۶

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر وایي چې د دغه ولایت والي د ایران د خراسان رضوي له والي سره په ټیلېفوني خبرو کې د سوداګرۍ، ترانزیټ او د دوغارون ـ اسلام‌کلا پر پوله د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.

د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د هرات والي شیخ مولوي اسلام‌جار د سوداګرۍ او ترانزیټ د پیاوړتیا او د دوغارون ـ اسلام‌کلا پر پوله د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د خراسان رضوي له والي غلام‌حسین مظفري سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو د توکو د لېږد رالېږد بهیر کې د اسانتیاوو پر زیاتوالي، په سوداګریزو لارو کې د ترانزیټي ستونزو پر هواري او د پولې دواړو غاړو د اړوندو ادارو ترمنځ پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د هرات والي د اسلامي امارت له لوري د سوداګرۍ او ایراني موټرچلوونکو لپاره د برابر شوو اسانتیاوو یادونه کړې او د پولې هغې غاړې ته یې هم د افغان موټرچلوونکو لپاره د ورته اسانتیاوو برابرول اړین بللي دي. نوموړي همداراز د ترانسپورټي خنډونو پر لرې کولو او د پولې دواړو غاړو ته د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

د هرات ولایت مقام وايي، د خراسان رضوي والي هم د دوغارون ـ اسلام‌کلا له لارې د ترانزیټي اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګرۍ بهیر د ښه‌والي لپاره د ګډې همکارۍ چمتووالی څرګند کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، اسلامي امارت په دې وروستیو کې د ویزې او روډپاس شرط لغوه کړی، د پولې دې غاړې ته یې شته خنډونه لرې کړي او په افغانستان کې یې د ایراني موټرچلوونکو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د یاد دفتر په وینا، هڅې روانې دي څو د پولې هغې غاړې ته هم دغه خنډونه لرې شي، ترڅو د اسلامي امارت او ایران ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې لا پیاوړې شي.