ژبه

افغان، روسي او قزاق سوداګرو د ۴۴۶.۶ میلیون افغانیو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

احمد صهیب حسرت

۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۴:۳۱

Views: ۷

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، افغان سوداګرو د روسیې د داغستان او تیومن او قزاقستان له سوداګرو سره د ۴۴۶ میلیونه او ۶۲۰ زره افغانیو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د یادې خونې د خبرپاڼې له مخې، دغه هوکړه‌لیکونه د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو او د روسیې د داغستان او تیومن او قزاقستان د ګډ سوداګریز پلاوي ترمنځ د ناستې په ترڅ کې لاسلیک شول.

سرچینې لیکلي چې په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو، یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو او د روسیې او قزاقستان د ګډ سوداګریز پلاوي غړو ګډون کړی و او د سوداګریزو فرصتونو، ظرفیتونو او د همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، لاسلیک شوي هوکړه‌لیکونه د ودانیزو توکو، درملو، خوراکي موادو او کرنیزو خدمتونو برخې رانغاړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال عبدالنافع بارکزي، دغه ډول ناستې د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د اقتصادي فرصتونو د معرفي کولو لپاره اغېزناکې بللي او د اقتصادي ودې لپاره یې د دولتونو او خصوصي سکټور پر همکاریو ټینګار کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د روسیې د تیومن ایالت د سوداګرۍ خونې مرستیال الیسکویچ د افغانستان د سوداګرۍ خونې له مېلمه‌پالنې مننه کړې، د دغه سفر پایلې یې مثبتې ارزولې او له افغان سوداګرو یې غوښتي چې روسیې ته سفر وکړي.

ده ویلي چې دا همکارۍ به افغانستان ته د روسي توکو د صادراتو او روسیې ته د افغان محصولاتو د لېږد زیاتوالي ته زمینه برابره کړي.