ژبه

کابل کې د بدن ښکلا او فټنس ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

هجرت‌الله کاکړ

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵:۱۱

Views: ۳۱

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د کابل په ګډون د ۲۱ ولایتونو د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس د ۱۹م پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سیالۍ د بدن ښکلا او فټنس ملي فدراسیون په همغږۍ نن د هېواد ورزش ادارې په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شوې.

د سرچینې په وینا، یادې سیالۍ د بدن ښکلا په برخه کې له ۵۵ تر +۹۵ کیلوګرامه بېلابېلو وزني کټګوریو او د فټنس په برخه کې له ۱۶۵ تر +۱۸۵ سانتي‌متره قد لرونکو ورزشکارانو ترمنځ ترسره کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، یادې سیالۍ به دوه ورځې دوام وکړي او په پای کې به ۶۰ ورزشکاران د فټنس او ۵۰ نور د بدن ښکلا په برخه کې د هېواد ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، د ملي لوبډلې د غړو د ټاکلو ترڅنګ به «مسټر افغانستان» هم اعلان شي.