کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵): له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې ویلي، د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د سختو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
یادې ادارې ویلي: «د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤولین سیمې ته رسېدلي او هلته یې د شهیدانو او ټپيانو د موندلو او د ژغورنې عملیات پیل کړي دي.»
د ادارې د معلوماتو له مخې، د تلفاتو او خساراتو لومړني ارقام به د پلټنې او ارزونې وروسته شریک شي.