ژبه

تېرو شپږو میاشتو کې له هراته جرمني ته څه باندې لس زره متره مربع غالۍ صادرې شوې دي

هجرت‌الله کاکړ

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۱

Views: ۲۲

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د هرات د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وایي، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه له دغه ولایته د لاس جوړې څه باندې لس زره متره مربع غالۍ جرمني ته صادرې شوې دي.

یاد دفتر نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه له دغه ولایته جرمني ته څه باندې ۱۰ زره متره مربع افغاني غالۍ چې ارزښت یې ۱۰۳ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي، صادرې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، د هرات غالۍ د خپل لوړ کیفیت، اصیلو نقشونو او دودیزې اوبدنې له امله په نړۍوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري.

سرچینې لیکلي، د هرات سیمه‌ییزه اداره هم د غالیو صنعت د ملاتړ او د کورنیو او بهرنیو بازارونو د پراختیا لپاره د اسانتیاوو په برابرولو سره د دغه محصول د صادراتو د زیاتېدو ملاتړ کوي.