ژبه

هغه درد چې سایره یې ټکسي‌چلوونکې کړه

رقیبه پویا عزیز

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۴:۱۶

Views: ۳۱

شبرغان (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د خپل ناروغ ماشوم پر وخت روغتون ته د نه رسولو درد، د جوزجان د یوې مور د ژوند لوری بدل کړ؛ سایرې له هماغې شپې وروسته موټر چلول زده کړل او اوس د ښځینه مسافرو په لېږدولو د خپلې کورنۍ ژوند پر مخ وړي.

۳۸ کلنه سایره د جوزجان د مرکز شبرغان ښار اوسېدونکې ده. هغې د خپل زوی تر مړینې او د مېړه تر ناروغېدو وروسته پرېکړه وکړه چې موټر وچلوي او له دې لارې د خپلې نهه‌کسیزې کورنۍ د ژوند لګښتونه برابر کړي.

هغه وایي، لا د شبرغان پر ښار لمر سم نه وي راختلی چې د ورځې کارونه پیلوي؛ کور منظموي، اولادونو ته سهارنۍ تیاروي او کله چې د کور له چارو ډاډه شي، د موټر کیلي اخلي او مخکې له دې چې د ښار سړکونه له ګڼې‌ګوڼې ډک شي، په ټکسي موټر کار پیلوي.

د سایرې په خبره، اشټرېنګ به د ډېرو خلکو لپاره یوازې د موټر د سمبالولو وسیله وي، خو د هغې لپاره د یوې داسې پرېکړې نښه ده چې د ژوند په تر ټولو ترخه شپه کې یې وکړه؛ هغه شپه چې خپل ناروغ ماشوم یې پر وخت روغتون ته ونه شو رسولای او ساه یې ورکړه.

هغې د خپل ماشوم زوی د مړینې کیسه د خپل ژوند د تر ټولو دردناکې خاطرې په توګه یادوي او وایي: «کلونه مخکې، نیمه شپه وه چې کوچني زوی ته مې نس‌ناستی او کانګې پیدا شوې. مېړه مې په کور کې نه و، موټر مو درلود، خو ما نه شو چلولای. که مې د موټر چلول زده وای، ښایي ماشوم مې ژوندی پاتې شوی وای. هماغه شپه مې پرېکړه وکړه چې موټر چلول به زده کوم.»

همدې پېښې د سایره د ژوند لوری بدل کړ. هغه وایي، هېڅکله ښوونځي ته د تلو زمینه نه ده ورته برابره شوې او لوستل او لیکل نه شي کولای؛ خو له ټولنیزو محدودیتونو او دودیزو فکرونو سره سره یې موټر چلول زده کړل او اوس له همدې لارې د خپلې کورنۍ ژوند پر مخ وړي.

سایره چې شپږ لوڼې او یو زوی لري، له تېرو درېیو کلونو راهیسې ښاري ټکسي چلوي. د ټکسي چلول اوس د دې نهه کسیزې کورنۍ د عاید یوازینۍ سرچینه ده؛ ځکه د هغې په وینا، مېړه یې ناروغ دی او کار نه شي کولای.

هغه وایي چې هره ورځ په منځنۍ کچه ۴۰۰ افغانۍ ګټي او دغه پیسې د کور پر خوراک، د اولادونو پر زده‌کړو او نورو ورځنیو اړتیاوو لګوي.

سایره په داسې موسکا چې ویاړ او ستړیا دواړه ترې څرګندېږي، وایي: «پر دې ویاړم چې موټر چلوم. له ټولو ستونزو سره سره هڅه کوم په عزت کار وکړم او خپلې کورنۍ ته حلاله روزي وګټم.»

سایره وایي، خپله زحمت ګالي تر څو اولادونه یې زده‌کړو ته وخت ولري او په راتلونکي کې ښه ژوند جوړ کړي.

سایره د ټکسي چلولو پر مهال له ستونزو سره هم مخ شوې؟

هغه وایي چې یوازې ښځینه مسافرې لېږدوي، خو ځینې موټرچلوونکي ورته سپکوونکې خبرې کوي: «کله چې مسافرې ولرم، ځینې موټرچلوونکي وایي، ښځه او موټر چلول؟ تاسو به خلک ووژنئ. د داسې خبرو اورېدل راته ډېر ځوروونکي دي.»

خو د دغو منفي چلندونو ترڅنګ، د ډېرو ښځو او ښاریانو ملاتړ هغې ته د کار د دوام انګېزه ورکوي. هغه زیاتوي: «ډېری ښځې او خلک مې هڅوي؛ د هغوی ملاتړ د دې سبب شوی چې خپل کار ته په لا ډېره لېوالتیا دوام ورکړم.»

سایره له حکومته غواړي، هغو ښځو ته چې د کورنۍ د لګښتونو د برابرولو مسوولیت ور تر غاړې دی، د پورونو ورکولو، مسلکي زده‌کړو او کاري فرصتونو زمینه برابره کړي.

د هغې په باور، ښځو ته چې د کار زمینه او ملاتړ برابر شي، کولای شي د نارینه‌وو ترڅنګ د کورنۍ او ټولنې په اقتصاد کې مهم رول ولوبوي.

سایره د خپلې کورنۍ ملاتړ هم لري.

د سایرې خواښې بي‌بي هاجر وایي: «خوښه یم چې نږور مې په خپل زحمت حلاله روزي ګټي. زموږ اقتصادي وضعیت ښه نه دی، خو سایرې په خپلو هڅو د کورنۍ ژوند روان ساتلی دی.»

هغه زیاتوي، که کورنۍ د خپلو لوڼو او ښځو ملاتړ وکړي، ډېرې ښځې به وکولای شي د سایرې په څېر د خپلو کورنیو د اقتصاد په ښه کېدو کې ونډه واخلي.

د ښځینه موټرچلوونکې په توګه د سایرې فعالیت ډېرو ښځینه مسافرو ته د ډاډ او خوندیتوب احساس هم ورکړی.

د هغې یوه مسافره بنفشه وایي: «کله چې له یوې ښځینه موټرچلوونکې سره سفر کوم، ډېر خوندي او ډاډه احساس کوم. که د ښځینه موټرچلوونکو شمېر زیات شي، د ډېرو ښځو تګ راتګ به اسانه او ډاډمن شي.

په جوزجان کې د ښځو او ټولنیزو چارو پوهه شبنم سعادت هم د سایرې په څېر د ښځو فعالیت د هغوی د وړتیا او پر ځان د بسیا کېدو یوه روښانه بېلګه بولي.

د هغې په وینا، د موټرچلوونې په برخه کې د ښځو فعالیت، د کارموندنې ترڅنګ ښځو ته د خوندي ترانسپورټ زمینه هم برابروي.

 د شبنم په وینا، دا ښيي چې که ښځو ته فرصت برابر شي او ملاتړ یې وشي، کولای شي د خپل عزت او درناوي په ساتلو د کورنۍ او ټولنې په اقتصاد کې اغېزناک رول ولوبوي.