ژبه

یوناما او د کور او ښار جوړولو وزارت د همکاريو د لا پياوړتيا په موخه ګډه تخنیکي کمېټه جوړوي

هجرت‌الله کاکړ

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵:۴۲

Views: ۱۲

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) مرستیال د کور او ښار جوړولو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه، د څښاک اوبو رسولو شبکو، استوګنیزو ښارګوټو او ښاري پلان جوړولو برخو کې د همکاریو پراختيا ته چمتو دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) له مرستیال او د بشري مرستو له همغږي‌کوونکي برونو جورج لیمارکیس سره وکتل.

سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې د یوناما مرستیال جورج لیمارکیس د خپلې ادارې د فعالیتونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه ویلي چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه، د پاکو اوبو رسولو د شبکو، استوګنیزو ښارګوټو او ښاري پلان جوړولو برخو کې د همکاریو پراخولو ته چمتو دي.

خبرپاڼه کې راغلي، مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د ملګرو ملتونو او نورو همکارو بنسټونو له همکاریو مننه وکړه او د کابل ښار د ماسټر پلان، د نوي کابل ښار او د کډوالو د دایمي مېشتېدنې برخه کې یې د ترسره شوو اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه ویلي، په تېرو څو میاشتو کې راستنېدونکو کډوالو ته نږدې اویا زره د استوګنې نومرې وېشل شوې دي.

هغه همدارنګه د کډوالو لپاره د سرپناه ترڅنګ د ښوونځیو، سړکونو، د پاکو اوبو شبکو او نورو بنسټیزو خدمتونو پر برابرولو ټینګار وکړ.

حقاني د یوناما له مرستیال څخه وغوښتل چې په همغږۍ سره د دغو پروژو د عملي کېدو او د نړۍوالو مرستو د جلب لپاره همکاري وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، د غونډې په پای کې دواړو لورو د همکاریو د لا پیاوړتیا او د پروژو د اغېزناک تطبیق په موخه د یوې ګډې تخنیکي کمېټې پر جوړېدو هوکړه وکړه.