ژبه

پاکستان د ایران د جګړې تر منځګړیتوب وروسته له امریکا لس میلیارده ډالره وغوښتل

احمد صهیب حسرت

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۸:۴۶

Views: ۲۳

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵):پاکستان د ایران د جګړې اړوند خبرو کې تر منځګړیتوب وروسته له امریکا غوښتي چې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو د زېرمو د پیاوړتیا او د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت د ملاتړ لپاره د لسو میلیارده ډالرو مالي اسانتیا برابره کړي. اسلام‌اباد دغه غوښتنه د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ته وړاندې کړې ده.

 

په راپور کې راغلي چې د پاکستان د غوښتنې له مخې، دواړه هېوادونه به د اسعارو د تبادلې د نرخ د ثبات لپاره د لسو میلیارده ډالرو په ارزښت دوه‌اړخیز پروګرام رامنځته کړي چې د بېرته ورکړې موده به یې تر پنځو کلونو پورې وي.

 

سرچینې ویلي، که واشنګټن دغه غوښتنه ومني، یاده مالي اسانتیا به د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې پیاوړې کړي، د روپۍ پر ارزښت به فشار راکم او پر څو اړخیزو مالي بنسټونو به د دغه هېواد تکیه کمه کړي.

رویټرز لیکلي چې د امریکا د خزانې وزارت د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي او د پاکستان د مالیې وزارت هم د دغې خبري اژانس پوښتنو ته ځواب نه

دی ویلی.

 

په راپور کې دا هم راغلي چې د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب د سې‌شنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د خزانې له وزیر سره کتلي دي. د پاکستان د مالیې وزارت ویلي چې نوموړي په دې کتنه کې د سیمې د جیوپولیټیکو بدلونونو پر وړاندې د خپل هېواد د اقتصاد د زیان‌مننې او د امریکا د لا زیات ملاتړ د اړتیا په اړه خبرې کړې دي؛ خو د دغه وزارت په رسمي اعلامیه کې د لسو میلیارده ډالرو غوښتنې ته اشاره نه ده شوې.

 

دا غوښتنه وروسته له هغه مطرح شوې چې پاکستان د ایران د جګړې اړوند خبرو کې د منځګړیتوب له لارې خپل ډیپلوماټیک دریځ پیاوړی کړ او له واشنګټن څخه اسلام‌اباد ته د اقتصادي امتیازونو د ترلاسه کېدو هیلې زیاتې شوې.

 

د راپور له مخې، پاکستان اوسمهال د پیسو نړیوال صندوق د اووه میلیارده ډالرو تر پروګرام لاندې دی چې پلي کول یې د مالیاتو زیاتولو، د لګښتونو کمولو او اقتصادي اصلاحاتو ته اړتیا لري.