کابل (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، نورستان کې د وروستیو سیلابونو له امله د دغه ولایت د ښاروال او د کنډک قوماندان په ګډون ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.
یاد سېلابونه وړمه ورځ د نورستان ولایت په مرکز پارون او شاوخوا سیمو کې راوتلي وو.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغو سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي او اسلامي امارت د قربانیانو او زیانمنو کورنیو په اړه ژوره خواخوږي څرګندوي، ټپیانو ته د ژر روغتیا او غمجنو کورنیو ته د تسلیت غوښتنه کوي.
ده زیاته کړې: «تر دې دمه د معلوماتو له مخې د نورستان د ښاروال او د کنډک د قومندان په ګډون زموږ ۲۴ تنه وطنوال شهیدان شوي او ۸۵ تنه نور ټپيان شوي دي.»
ده ویلي چې د اسلامي امارت اړوندې ادارې له لومړۍ ورځې راهیسې د خلکو د ژغورنې په چارو بوختې دي او له زیانمنو کسانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند له سوداګرو او شتمنو کسانو غوښتي چې له سېلابځپلو سره مرستې وکړي او په دې سختو شرایطو کې د زیانمنو کورنیو ترڅنګ ودرېږي.
هغه دغه راز له خلکو غوښتي چې د سېلابونو له ګواښ سره مخ سیمو کې له استوګنې او کاروبار کولو ډډه وکړي.