ژبه

د فرانسې په سوېل‌لوېدیځ کې اورلګېدنه؛ له ۱۰ زره ډېر کسان له سیمو وایستل شول

احمد صهیب حسرت

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵:۳۷

Views: ۳۳

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): فرانسوي چارواکي وایي، د دغه هېواد په سوېل‌لوېدیځ کې د ځنګله د اور چټک خپرېدو له امله، له ۱۰ زره ډېر کسان له ګواښ سره مخ سیمو ایستل شوي دي؛ دغه اور شاوخوا دوه زره هکټاره ځمکه سوځولې او ۵۰۰ اوروژونکي یې د مهارولو هڅه کوي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه اور د فرانسې یوې سیاحتي سیمې، د «ارکاشون» خلیج ته څېرمه لګېدلی او ډېری ایستل شوي کسان هغه سیلانیان دي چې په تفریحي کمپونو کې مېشت وو.

سرچینه زیاتوي چې دغه اور د بوردو ښار لوېدیځ ته شاوخوا دوه زره هکټاره ځمکه سوځولې او ۵۰۰ اوروژونکي یې د مهارولو هڅه کوي.

ځایي چارواکو د اورلګېدنې وضعیت ستونزمن بللی؛ خو ویلي یې دي چې تر اوسه په دې پېښه کې چاته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

د راپور له مخې، دغه اورلګېدنه داسې مهال رامنځته شوې چې د ګرمۍ پرله‌پسې څپو، وچکالۍ او د اوبو کمښت د فرانسې او سوېلي اروپا ځینې برخې اغېزمنې کړې دي.

د راپورنو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې په اروپا کې د ځنګلي اورونو له امله سوځېدلې سیمه د تېرو دوو لسیزو له کلني اوسطه زیاته ده.