کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۵): حکومتي سرچینې وايي، په پکتیا، پنجشېر او پروان ولایتونو کې هغه مواصلاتي لارې چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله تړل شوې وې، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې دي.
د ټولګټو چارو وزارت نن (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په پکتیا کې د ګردېز–خوست لویه لار، په پنجشېر کې د دره، عبداللهخېلو او ابشار ولسوالیو لارې او په پروان کې د شینواري او سیاهګرد ولسوالیو اړوند د پروان–بامیان لویه لار چې له تېرې ورځې راهیسې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وې، بېرته پرانیستل شوې دي.
د دغه وزارت په خبره، عملیاتي ټیمونو د لويو وسایطو په وسیله یادې لارې پاکې کړې دي او اوس په دغو لویو لارو کې د موټرو تګ راتګ بېرته پیل شوی دی.
همدارنګه، د پروان د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر ویلي چې د پروان–بامیان لویه لار تېره شپه ۱۲ بجې په بشپړه توګه د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې او په دې مسیر کې د موټرو تګ راتګ بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.
په همدې حال کې، د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ ویاند حقمل سعد ویلي چې د دغه ولایت په دره او رخه ولسوالیو کې سخت سېلابونه راوتلي دي.
د هغه په خبره، د يادو ولسوالیو د امنیې قوماندانيو د لومړنیو معلوماتو له مخې، دغو سېلابونو ځاني تلفات نه دي اړولي، خو خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
هغه زیاته کړې چې د دره ولسوالۍ د بازار یو شمېر دوکانونه، استوګنیز کورونه، کرنیزې ځمکې، سړکونه او د اوبو کانالونه د دغو سېلابونو له امله ویجاړ شوي دي.
د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ ویاند همدارنګه ویلي چې پولیس ځواکونه د زیانمنو شوو کسانو د مرستې او د مواصلاتي لارو د بېرته پرانیستلو په موخه زیانمنو سیمو ته استول شوي دي.
پکتیا، پنجشېر او پروان کې تړل شوې لارې بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې