ژبه

انټونیو ګوټریش په درې ورځني سفر سوریې ته تللی

REUTERS/Eduardo Munoz

سهراب سروری

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳:۲۹

Views: ۱۷

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د درې ورځني سفر لپاره د سوریې پلازمېنې دمشق ته تللی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې ګوټریش نن (شنبه) د یوه پلاوي په مشرۍ دمشق ته سفر کړی دی.

د راپور له مخې، ګوټریش به په دغه درې ورځني سفر کې د سوریې د سیاسي لېږد له بهیره خپل ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړي.

په همدې حال کې، د سوریې دولتي خبري اژانس سانا راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني د دمشق په نړۍوال هوايي ډګر کې د ګوټریش او د هغه د مل پلاوي هرکلی کړی دی.

ټاکل شوې چې ګوټریش د سوریې له لنډمهال ولسمشر احمد الشرع سره هم وګوري او خبرې وکړي.

ګوټریش په تېرو ۱۷ کلونو کې د ملګرو ملتونو لومړنی سرمنشي دی چې دمشق ته سفر کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک له دغه سفر مخکې ویلي وو: «د ملګرو ملتونو سرمنشي به ټینګار وکړي چې اوسنی فرصت د سوریې لپاره د داسې راتلونکي د بنسټ اېښودو زمینه برابروي چې د ټولو سوریایانو لپاره به لا باثباته، ټول‌شموله او هوسا وي.»