غزنيښار (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۵): د غزني – پکتیا سړک د رغونې چارو کې د ځنډ په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته، د غزني والي د پروژې مسوولین ورغوښتي او د دغه سړک د چارو چټکولو سپارښتنه یې ورته کړې ده.
څو ورځې مخکې پژواک د غزني – پکتیکا لویې لارې د رغونې چارو د ورو والي په اړه راپور خپور کړی و. په هغه راپور کې د سیمې اوسېدونکو، موټرچلوونکو او قومي مشرانو شکایت کړی و چې د پروژې د چارو ټکنيوالي د خلکو د تګ راتګ وخت اوږد کړی، د موټرو لګښتونه یې زیات کړي او پر سوداګرۍ او ورځني ژوند یې منفي اغېز کړی دی.
د دغه راپور له خپرېدو وروسته، د غزني والي ملا وليجان حمزه د ټولګټو ریاست مسوولین او د قراردادي شرکت استازي خپل دفتر ته ورغوښتي او د سړک د پاتې کارونو د چټکولو سپارښتنه یې ورته وکړه.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس ملا حمیدالله نثار پژواک ته وویل، د والي په مشرۍ غونډه کې قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې د سړک پاتې چارې په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې او پروژه د ګټې اخیستنې لپاره چمتو کړي.
هغه د رسنیو د رول ستاینه وکړه او ویې ویل: «موږ له هغو رسنیو مننه کوو چې د خلکو ستونزې په مسلکي ډول تر مسوولینو رسوي. د اسلامي امارت لپاره د خلکو ستونزو ته رسېدنه لومړیتوب لري او هره هغه موضوع چې د خلکو له ژوند سره تړاو ولري، په جدي توګه تعقیبېږي.»
د نوموړي په وینا، د یاد سړک په بشپړېدو سره به د غزني، پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ اسانه، د کرنیزو او سوداګریزو توکو لېږد چټک او سیمهییز اقتصادي فعالیتونه پیاوړي شي.
بلخوا، د غزني ښار اوسېدونکی قیامالدین وایي، د پژواک له راپور وروسته د ولایتي ادارې چټک غبرګون خلکو ته هیله ورکړې ده.
هغه وویل: «موږ له پژواکه مننه کوو چې زموږ ستونزې یې تر مسوولینو ورسولې. اوس چې والي صاحب دې موضوع ته پاملرنه کړې، هیله لرو د سړک کارونه هم ژر بشپړ شي.»
د سیمې یو بل اوسېدونکی ډاکټر عمرګل هم وایي چې د خلکو د ستونزو انعکاس د رسنیو مهم مسوولیت دی او د چارواکو له لوري د دغو ستونزو تعقیبول د خلکو باور زیاتوي.
هغه زیاته کړه: «موږ له پژواک څخه مننه کوو چې موضوع یې رسنیزه کړه او د ولایت له مسوولینو هم مننه کوو چې د خلکو غوښتنو ته یې پام وکړ. هیله ده د سړک پاتې چارې د اعلان شوې مودې دننه بشپړې شي، څو خلک له اوسنیو ستونزو خلاص شي.»
د یادونې ده، د غزني – پکتیکا د ۴۱ کیلومتره لویې لارې د بیارغونې پروژه د ټولګټو وزارت له لوري د ۱۴۵ میلیون افغانیو په لګښت د تېر کال په تله میاشت کې پیل شوې ده. د خلکو په وینا، تر اوسه یې لس سلنه چارې هم نه دي بشپړې شوې. خو د دې لارې په بشپړېدو سره به د هېواد د سوېلختیځو ولایتونو ترمنځ د ترانسپورټ، سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهمه اسانتیا برابره شي.