ژبه

ملا برادر: افغانستان کولای شي سوېلي او منځنۍ اسیا د ترانزیټ ډېټا له لارې ونښلوي

خواجه نصیراحمد صدیقی

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵:۱۴

Views: ۱۲

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د مخابراتو او ټکنالوجۍ د لومړني نندارتون د پرانیستې مراسمو کې د ټکنالوجۍ پر پراختیا او د افغانستان لپاره د داسې زمینې پر برابرولو ټینګار کړی چې له سیمې او نړۍ سره د سیالۍ وړتیا پیدا کړي.

ملا برادر اخند د دغه نندارتون د پرانیستې پر مهال په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه، مړه شوو کسانو ته یې د مغفرت او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا دعا وکړه.

هغه وویل چې په اوسني عصر کې د ټکنالوجۍ او ارتباطي وسایلو پرمختګ د هېوادونو له مهمو لومړیتوبونو شمېرل کېږي او نړۍواله سیالي هم تر ډېره په دې برخه کې د پرمختګ له کچې سره تړاو لري.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې د اوسنیو اړتیاوو په پام کې نیولو سره د مخابراتو او ټکنالوجۍ برخې پراختیا مهمه دنده ده او افغانستان هڅه کوي چې له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې په تدریجي ډول له سیمې او نړۍ سره همغږی شي.

هغه د ټکنالوجۍ برخه کې د افغانستان جغرافیایي موقعیت مهم وباله او ویې ویل چې افغانستان کولای شي د ترانزیټ ډېټا له لارې سوېلي اسیا له منځنۍ اسیا سره ونښلوي.

ملا برادر دغه‌راز وویل چې په تېرو کلونو کې د مخابراتو او ټکنالوجۍ برخه کې پرمختګونه شوي او یو شمېر محرومې سیمې هم د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راوستل شوې دي. هغه د ادارو لپاره د ډیجیټلي رسمي اسنادو د سیسټم پلي کېدل د ډیجیټلي حکومتولۍ برخه کې د پرمختګ له بېلګو وبلل.

هغه د مخابراتو او ټکنالوجۍ نندارتون جوړول د ټکنالوجۍ د کارونې د فرهنګ دودولو، د ځوانانو د استعدادونو د ودې او د هغوی د نوښتونو د ملاتړ برخه کې مهم وبلل او زیاته یې کړه چې د ټکنالوجۍ پراختیا کولای شي د روڼتیا د زیاتېدو، د چارو د ښه مدیریت، د وخت د سپما او د اداري بهیرونو د اسانتیا سبب شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال هیله څرګنده کړه چې د دغه ډول نندارتونونو جوړول به د حکومت، خصوصي سکټور، علمي بنسټونو او نوښتګرو ځوانانو ترمنځ د همکاریو زیاتېدو لامل شي او د ټکنالوجۍ او ډیجیټلي کېدو برخه کې د افغانستان د لا ډېر پرمختګ زمینه برابره کړي.