ژبه

تېر یوه کال کې د افغانستان او اوزبیکستان د سوداګرۍ حجم دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلی

سهراب سروری

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۴۳

Views: ۱۵

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۵): د امارتي شرکتونو عمومي رییس د اوزبېکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د کابل او تاشکند اړیکې پر ښه لور روانې دي او په تېر یوه کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم شاوخوا دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست پرون (یکشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دې ادارې عمومي رییس مولوي احمدجان بلال او د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش په کابل کې د اوزبېکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یوف سره لیدلي او دواړو لورو د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، مولوي احمدجان بلال په دې لیدنه کې ویلي چې د افغانستان او اوزبېکستان اړیکې پر ښه لور روانې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم په تېر یوه کال کې شواخوا دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.

نوموړي په نړۍوالو ناستو کې د اسلامي امارت له دریځه د اوزبېکستان د ملاتړ له امله مننه کړې او د سوداګریزو او سیاحتي ویزو د ورکړې برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو، منځنۍ اسیا ته د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو د پراختیا، د افغان ټرانس مهمې پروژې پلې کېدو د بهیر د چټکتیا او د نساجۍ سکټور د پیاوړتیا غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي همداراز په افغانستان کې له نشه‌یي توکو سره جدي مبارزې او د کوکنارو پر ځای د پنبې د کښت د بدیل په توګه د یادونې ترڅنګ، د افغانستان د بیارغونې په بهیر کې د اوزبیکستان رول مهم او اغېزناک بللی دی.

له بلې خوا، د اوزبېکستان د لومړي وزیر مرستیال هم په دې لیدنه کې ویلي چې د دغه هېواد لوړپوړی پلاوی د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته راغلی دی.

هغه زیاته کړې چې سږ کال د افغانستان اتباعو ته پنځه زره ویزې ورکړل شوې دي او د ویزو د ورکړې په بهیر کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو هڅې روانې دي.

خواجه‌یوف زیاته کړې چې د افغان ټرانس پروژې د امکان‌سنجۍ مطالعات بشپړ شوي او د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو برخه کې د همغږۍ لپاره به د اوزبېکستان یو تخنیکي ټیم په کابل کې پاتې شي.

هغه ډاډ ورکړی چې هېواد به یې له افغان بزګرانو سل زره ټنه پنبه واخلي او د کیمیاوي سرې او اصلاح شوو تخمونو برابرولو، همداراز د افغانستان په زیربنایي او پراختیايي پروژو کې د اوزبېکستاني پانګه‌والو د ګډون برخه کې به همکاري وکړي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دې لیدنې په پای کې عبدالرحمن عطاش ډاډ ورکړی چې د ملي پراختیا شرکت له اوزبېکستان سره د اقتصادي او تولیدي بېلابېلو برخو کې د هر ډول متقابلو همکاریو لپاره بشپړ چمتووالی لري.