ژبه

د افغانستان او اوزبیکستان خصوصي سکټورونو د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړل

زرغونه صالحی

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳:۳۹

Views: ۱۳

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او اوزبیکستان په سوداګریز فورم کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۲ سوداګریز تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد فورم پرون د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي په موخه کابل کې جوړ شو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې فورم کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه‌یف، یو شمېر وزیرانو او والیانو، د سوداګرۍ خونو مسوولانو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سوداګریز فورم پر مهال د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول او دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د کچې پر لوړولو ټینګار وکړ.

نورالدین عزیزي په دې غونډه کې ویلي، د شاوخوا ۳۰۰ خصوصي سوداګرو په ګډون د اوزبیکستان د لوړپوړي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا ښکارندوی دی.

هغه هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه پنځه میلیاردو ډالرو ته لوړه شي.

ده له افغان او اوزبیک پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې د پانکونې لپاره له شته فرصتونو ګټه واخلي.

هغه زیاته کړې، شاوخوا لس زره ټنه پنبه په ازمایښتي ډول له افغانستان څخه ازبکستان ته صادره شوې او دغه هېواد د نورو سل زره ټنه پنبې پېرلو ته هم چمتووالی ښودلی دی.

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه‌یف هم افغانستان مخ پر ودې هېواد بللی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره د نویو ترانزیټي لارو او لوژستیکي مرکزونو جوړول، د ترجیحي تعرفو وړاندې کول او د توکو د لېږد بهیر چټکول په کاري اجنډا کې شامل دي.

په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي رییس سیدکریم هاشمي او د ازبکستان د فرغانې والي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.