ژبه

د نایجریا د بنوې ایالت یوه کلي کې وسله‌والو لږ تر لږه ۱۴ کسان وژلي

احمد صهیب حسرت

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۳۰

Views: ۱۲

کابل (پژواک، ۷ زمری ۴۰۵): د راپورونو له مخې، د نایجریا د بنوې ایالت پر یوه کلي د وسله‌والو برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څو نور ټپیان شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه برید پرون سهار د «افیې» په کلي کې شوی دی.

د اوتوکپو سیمې د شورا رییس کسول اوګیري د دغه برید مسوولیت «فولاني وسله‌والو ډلو» ته منسوب کړی او ویلي یې دي چې بریدګرو پرته له کوم خبرداري پر کلي برید کړی دی.

د هغه په خبره، په وروستیو ورځو کې په دغه هېواد کې ورته نور بریدونه هم شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د نایجریا په مرکزي برخه کې پروت بنوې ایالت له کلونو راهیسې د بزګرانو او مالدارانو ترمنځ د خونړیو نښتو شاهد دی. دغه نښتې تر ډېره د ځمکو او طبیعي سرچینو پر سر رامنځته کېږي؛ په داسې حال کې چې بزګران هغه څاروي په نښه کوي چې د دوی کروندې ویجاړوي او په مقابل کې مالداران پر کلیو بریدونه کوي.

د بنوې ایالت د پولیسو ویاند اودیمه ایدت ویلي چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته استول شوي او د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.