ژبه

په یو شمېر وزارتونو او ادارو کې ۲۱ کسان پر نوو دندو وګومارل شول

احمد صهيب حسرت

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳:۲۲

Views: ۱۳

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۵): د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، په ستره محکمه، مرکزي دارالافتاء، د مالیې، کانونو او امر بالمعروف وزارتونو او یو شمېر نورو ادارو کې ۲۱ کسان په نوو دندو ګومارل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه ټاکنې د اسلامي امارت د زعیم د حکم پر اساس شوې دي.

هغه لیکلي چې د کندهار زون نظامي محکمې مخکنی رئیس مولوي محمد ګل صیاد؛ د ستري محکمې نظامي مرستیال په توګه، د ستري محکمې مخکنی نظامي مرستیال شیخ سردار محمد ابوالفیضان؛ د مرکزي دار الافتاء عمومي رئیس په توګه، د مرکزي دارالافتاء عمومي رئیس شیخ خیرجان خیرخواه؛ د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي امر بالمعروف اونهي عن المنکر معین په توګه او د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست فني او مسلکي مرستیال حاجي نعمت ﷲ حسن؛ د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو د معین په توګه ګومارل شوي دي.

ده زیاته کړې چې دغه راز د ټولګټو وزارت اوسپني پټلۍ مخکنی معین مولوي محمد اسحٰق صاحبزاده د معدنونو وزارت د مالي او اداري معین په توګه، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مخکنی معین مولوي عبدالمتین سعید د کانونو وزارت د جیولوجي سروې د معین په توګه، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې مخکنی مرستیال مولوي محمود شاه زاهد د کانونو وزارت د تخنیکي معین په توګه، د چارو ادارې لوی ریاست د امارتي چارو د انسجام مخکنی مرستیال مولوي سیف الدین تائب د کندهار ولایت د مرستیال والي په توګه او د کانونو وزارت مخکنی مالي او اداري معین حسام الدین صابري د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د فني او مسلکي مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند وایي چې د کندهار ولایت د ټولګټو مخکنی رئیس ملا عزیزالرحمن شریف د کانونو وزارت د نفت او ګاز عملیاتي شرکت د رئیس په توګه، د نفت او ګاز امارتي شرکت مخکنی تجارتي رئیس انجینر عبدﷲ معتصم د کانونو وزارت د نفت او ګاز عملیاتي شرکت د مالي او اداري مرستیال په توګه، د کندهار ولایت مخکنی مرستیال والي ملا محمد صادق انقلابي د کانونو وزارت د کانونو د محافظت د رئیس په توګه، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مخکنی نظامي معین مولوي سعید احمد شهید خیل د مرکزي دارالافتاء عمومي ریاست د مرستیال په توګه، د مرکزي دارالافتاء عمومي ریاست مخکنی مرستیال شیخ عبدالظاهر د عضو په توګه، د سترې محکمې د دارالانشاء مخکنی عمومي رئیس مفتي عبدالرشید سعید د مرکزي دارالافتاء عمومي ریاست د اداري مسوول په توګه، د مرکزي دارالافتاء مخکنی اداري مسوول مفتي رحمت ﷲ د دارالانشاء عمومي ریاست د رئیس په توګه او د کابل زون نظامي محکمې د استخباراتو څانګې مخکنی قاضي مولوي عبید ﷲ د کندهار زون نظامي محکمې د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.

د مجاهد د معلوماتو له مخې، د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ مخکنی قاضي مولوي خدای داد د کابل زون نظامي محکمې د استخباراتو څانګې د قاضي په توګه، د کندهار ولایت د استخباراتو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت مخکنی رئیس مولوي روزي خان شیباني د پکتیکا پوهنتون د رئیس په توګه، د کندهار ولایت د علماوو شوری مخکنی عضو شیخ عبدالهادي د استخباراتو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د رئیس په توګه او مولوي عبدالغفار میوندي د کندهار ولایت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست د مرستیال په توګه ګومارل شوي دي.