ژبه

افغانستان او اوزبېکستان د انرژۍ برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

احمد صهيب حسرت

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱:۴۸

Views: ۱۱

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د دغه شرکت او اوزبېکستان د انرژۍ وزارت چارواکو د انرژۍ برخه کې د ستراتيژیکو همکاریو پر پراختیا، د افغانستان د برېښنا سکټور د پراختیا لپاره د ۱۵ کلن پلان پر جوړولو او ګډو تخنیکي کاري ډلو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان برېښنا شرکت نن (یکشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دغه شرکت اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار د اوزبېکستان د انرژۍ وزارت له لومړي مرستیال امید محمدامینوف او د دغه هېواد د تخنیکي او انجنیري برخو یو شمېر مسوولینو سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د برېښنا د تولید، لېږد او وېش شبکو پر پراختیا، د تخنیکي ظرفیتونو پر لوړولو، د انجنیري او ډیزاین برخو کې پر همکاریو، د برېښنا د ډیجیټلي مېټرونو پر کارولو، د انرژۍ پر اوږدمهاله پلان جوړونې او د افغانستان د برېښنا سکټور پر عصري کولو بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې اوزبېکستاني لوري د افغانستان د انرژۍ سکټور د پراختیا برخه کې د خپل هېواد له خوا د بشپړې همکارۍ چمتووالی اعلان کړی او ویلي یې دي چې باوري او باثباته برېښنا د اقتصادي ودې، د کانونو د پراختیا او د افغانستان د صنعتي کېدو لپاره له اساسي اړتیاوو ده.

د هغوی په خبره، د دواړو هېوادونو همکاري به یوازې د برېښنا تر صادراتو محدوده نه وي، بلکې د برېښنا د تولید، لېږد، وېش او د تخنیکي ظرفیتونو لوړولو برخې به هم په کې شاملې وي.

د افغانستان برېښنا شرکت زیاته کړې چې د اوزبېکستان د انرژۍ وزارت لومړي مرستیال د افغانستان د انرژۍ سکټور د پراختیا لپاره د یوه هراړخیز ۱۵ کلن پلان جوړولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د تخنیکي مطالعاتو او د امکان‌سنجۍ له بشپړېدو وروسته به د لومړیتوب‌لرونکو پروژو تخنیکي مشخصات او اټکلي لګښتونه د برېښنا له شرکت سره شریک کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د ناستې په پای کې دواړو لورو د ګډو تخنیکي کاري ډلو پر جوړولو، د تجربو او ټکنالوجۍ پر تبادلې، د ظرفیتونو پر لوړولو او د افغانستان د انرژۍ سکټور د عصري کولو لپاره د عملي همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.