شبرغان (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۵): په جوزجان کې یو شمېر کروندګرې ښځې وایي، وچکالي او اقلیمي بدلونونو یې کرنیز فعالیتونه له جدي ننګونو سره مخ کړي؛ خو دوی د څاڅکي اوبولګولو له سیسټم، لمریزې برېښنا او بېلابېلو کښتونو له لارې هڅه کوي د خپلو کورنیو د ژوند اړتیاوې پوره کړي.
افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د خلکو یوه لویه برخه، په ځانګړي ډول په کلیوالي سیمو کې د خپل ژوند اړتیاوې د کرنې له لارې برابروي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د معلوماتو له مخې، د افغانستان څه باندې ۷۰ سلنه وګړي په کرنه بوخت دي چې ۴۳ سلنه یې ښځې جوړوي.

کروندګرې ښځې؛ له وچکالۍ سره د عصري کرنې له لارې مبارزه
د جوزجان ولایت د بابهعلي کلي اوسېدونکې ۴۳ کلنه نجیلا یوه له هغو کروندګرو ښځو ده چې له ۱۵ کلونو راهیسې په کرنه بوخته ده. هغه چې د پنځو اولادونو مور ده، وایي چې د خپلې کورنۍ ټول لګښتونه د کرنې له لارې برابروي.

هغې وویل: «کرنه له اوبو او هوا سره ډېر تړاو لري؛ په ځینو کلونو کې مو حاصلات ښه وي، خو په هغو کلونو کې چې د باران کچه ټیټه شي، زموږ ټول زحمتونه له منځه ځي؛ ان که ښه حاصلات هم ولرو، کله ناکله توپان یا ږلۍ زموږ محصولات له منځه وړي. د اوبو کمښت هم زموږ له سترو ستونزو څخه ده.»
نجیلا زیاته کړه: «په وروستیو کلونو کې د ځمکو اوبه کولو لپاره له څاګانو او لمریزې برېښنا کار اخلو. همدارنګه، د اوبو د کمښت له امله د څاڅکي اوبولګولو له طریقې استفاده کوو، څو د اوبو له ضایع کېدو مخنیوی وشي.»
دغه کروندګره هر کال پر خپله درې جریبه ځمکه روميان، بامیه، تور بانجان، مرچ، سابه، بادرنګ، هندواڼې او خټکي کري؛ د دغو محصولاتو له پلوره ترلاسه کېدونکی عاید یې د کورنۍ د معیشت اصلي سرچینه ده.
هغې وویل: «اقلیمي بدلونونو زموږ پر ژوند ډېر اغېز کړی دی؛ ان یو وخت مو پرېکړه وکړه چې کډوال شو، خو ونه توانېدو. له حکومت او موسسو زموږ غوښتنه دا ده چې له موږ سره همکاري وکړي، موږ ته لا ښه او مسلکي روزنه راکړي او ډېر امکانات راته برابر کړي، څو وکولای شو له دغو ستونزو سره مبارزه وکړو او خپل کرنیز فعالیتونه لا ښه کړو.»
د جوزجان د غورې کلي یوه بله کروندګره ۳۶ کلنه صدیقه چې په یوازې ځان د خپلې کورنۍ سرپرستي کوي، کونډه او د څلورو اولادونو مور ده، وایي، له څلورو کلونو راهیسې په کرنه بوخته ده او د خپلې کورنۍ ټول لګښتونه له همدې لارې برابروي.
نوموړې ټینګار وکړ: «کرنه زموږ د عاید یوازېنۍ لار ده.»
د صدیقې په خبره، کرنه د اوبو او هوا له شرایطو سره ډېره تړلې ده او له همدې امله د بزګرانو عاید تل له ننګونو سره مخ وي.
هغې وویل، په ځینو کلونو کې حاصلات ښه وي، خو په هغو کلونو کې چې د باران کچه راټیټه شي، حاصلات هم کمېږي؛ ان کله چې یې کښتونه حاصل ته ورسېږي، توپان او ږلۍ یې د څو میاشتو زحمتونه له منځه یوسي، د اوبو کمښت هم د بزګرانو یوه له جدي ستونزو ده.
هغې زیاته کړه: «کرنیزو ځمکو ته د اوبو برابرولو لپاره د لمریزې برېښنا په وسیله د څاګانو له اوبو ګټه اخلو. همدارنګه، د اوبو د کمښت له امله د څاڅکي اوبولګولو له سیسټمه استفاده کوو، څو د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.»
دغه کروندګره له حکومت او همکارو ادارو غواړي چې د مسلکي روزنې، د عصري کرنې لارو چارو دودولو او د اړینو امکاناتو او مرستو په برابرولو سره له بزګرانو، په ځانګړي ډول د کورنیو له ښځینه سرپرستانو ملاتړ وکړي، څو وکولای شي د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره ښه مبارزه وکړي او د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.
۳۰ کلنه مرسل چې د درېیو اولادونو مور او د جوزجان ولایت اوسېدونکې ده، له شپږو کلونو راهیسې په کرنه بوخته ده. نوموړې وایي چې کرنه یې د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو یوازېنۍ سرچینه ده.
هغې وویل: «زه او مېړه مې هر کال پر یو جریب ځمکه غنم، سابه، هندواڼې، خټکي، بادرنګ او روميان کرو او د خپلې کورنۍ د ژوند لګښتونه په ګډه له همدې لارې برابروو. د اوبو د کمښت، اقلیمي بدلونونو او لګښتونو د زیاتوالي په څېر ستونزو سربېره مو هم هڅه کړې خپلو کرنیزو فعالیتونو ته دوام ورکړو او پرې نه ږدو دغه ستونزې زموږ د اولادونو پر ژوند منفي اغېز وکړي.»
مرسل وویل: «که موږ ته د عصري کرنې برخه کې روزنه او اصلاح شوي او باکیفیته تخمونه راکړل شي، کولای شو ډېر حاصلات او ښه عاید ولرو. له حکومت او همکارو ادارو غواړو چې د کروندګرو ښځو ملاتړ وکړي؛ ځکه دغه ملاتړ نه یوازې زموږ د کورنیو د ژوند په ښه کېدو کې مرسته کوي، بلکې د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي او د خوړو د خوندیتوب په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.»
یو کارپوه: کروندګرې ښځې د کورنیو په اقتصاد کې مهم رول لري
جوزجان کې د کرنیزو چارو کارپوه عبدالستار جلال وایي، په وروستیو کلونو کې اقلیمي بدلونونو د کلیوالي سیمو پر اوسېدونکو د پام وړ اغېز کړی دی.
هغه وویل، د تودوخې زیاتوالی، د بارانونو کموالی، د اوبو د سرچینو کمښت، د کرنیزو محصولاتو کمېدل او د څارویو لپاره د اړینو خوراکي توکو کموالی هغه ستونزې دي چې د کلیوالو کورنیو اقتصادي مشکلات یې زیات کړي دي.
هغه زیاتوي، په جوزجان کې چې د اوسېدونکو ډېره برخه یې د خپل ژوند اړتیاوې د کرنې او مالدارۍ له لارې برابروي، د سطحي اوبو کموالی د وچکالۍ دوام د کښت د بڼې د بدلون، د کرنیزې ځمکې کمېدو او د کرنیزو محصولاتو د پام وړ کمښت لامل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، په کلیوالي سیمو کې کروندګرې ښځې چې د کورنیو د خوړو او اقتصادي وضعیت په برابرولو کې مهم رول لري، د اقلیمي بدلونونو له اغېزو تر نورو ډېرې زیانمنې شوې دي.
هغه وویل: «هغوی د کورنیو باغچو په جوړولو او پاللو، د سبو په کرلو او روزلو، مالدارۍ، د خوړو په ساتلو او د کورنۍ له چارو سره په تړلو نورو فعالیتونو کې اساسي رول لري؛ خو د وچکالۍ دوام او د اوبیزو سرچینو کمښت د هغوی کرنیز فعالیتونه هم له جدي محدودیتونو سره مخ کړي او د کورنیو د خوړو او اقتصادي اړتیاوو د یوې برخې په برابرولو کې یې وړتیا کمه کړې ده.»
جلال ټینګار کوي چې د کلیوالي ښځو د فعالیتونو د پراختیا لپاره د حکومت او همکارو ادارو لا زیات ملاتړ او کرنیزو امکاناتو او خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي برابرول اړین دي، څو هغوی وکولای شي د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې لا ډېره مقاومت وکړي او د خپلو کورنیو د خوړو خوندیتوب په دوامدار ډول وساتي.
مسوولین: د کروندګرو ښځو لپاره به نورې روزنیزې او حمایوي پروګرامونه پیل کړو
د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ذبیحالله خیراندېش د کروندګرو ښځو د ملاتړ لپاره د ترسره شوو اقداماتو او د دغه ریاست د راتلونکو پروګرامونو په اړه وویل: «موږ د کروندګرو ښځو د پیاوړتیا برخه کې ګڼ اقدامات کړي؛ له همکارو موسسو سره مو په همکارۍ د شبرغان ښار شاوخوا سیمو او ولسوالیو کې له ۲۵۰ ډېرې شنې خونې جوړې کړې دي چې د کارموندنې او د کورنیو د اقتصادي ودې برخه کې مرسته کوي.»

هغه زیاته کړه: «موږ په راتلونکي کې پلان لرو چې د کروندګرو ښځو لپاره نورې روزنیزې او حمایوي برنامې پیل کړو، څو د کرنې په پراختیا او سیمهییز اقتصاد کې د هغوی ونډه زیاته شي.»
نوموړي زیاته کړه چې په جوزجان کې له ۵۰۰ ډېرې ښځې په شنو خونو، د مرخطړیو په کرنه، زعفرانو او د کرنې په نورو برخو کې پر کار بوختې دي.