کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۵): د تهران او واشنګټن ترمنځ د دوشنبې په ورځ د احتمالي خبرو اترو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې تهران اوسمهال له امریکا سره خبرې اترې نه لري.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره یکشنبه ناوخته له خبریالانو سره په خبرو کې، د ایران پر وړاندې د پلان شوي برید ځنډېدو په اړه وویل چې د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې اترې به د دوشنبې په ماښام پیل شي.
هغه ویلي چې د خلکو د وژلو په لټه کې نه دی او هوکړې ته رسېدل غوره ګڼي.
بلخوا، ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن (دوشنبه) په یوه خبري غونډه کې ویلي چې تهران اوسمهال له امریکا سره خبرې اترې نه لري؛ خو له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره د یوه لنډمهاله مسیر پر سر خبرې کوي.
هغه زیاته کړې: «اوسمهال له امریکا سره خبرې اترې نه لرو؛ زموږ خبرې له عمان سره پر داسې یوه مسیر د تفاهم په اړه متمرکزې دي چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو خوندي تګ راتګ تضمین کړي.»
بقایي ویلي: «دا خبرې دوه اړخیزې دي او د هرمز تنګي د دواړو ساحلي هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي. نور هېوادونه کېدای شي په دغه بهیر کې رغنده یا تخریبي رول ولوبوي، خو موضوع د ایران او عمان ترمنځ ده.»
هغه ټینګار کړی چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د خوندي تګ راتګ پر مسیر تفاهم د دې لارې د بېرته پرانیستلو لپاره اړین شرط دی، خو «کافي شرط» نه دی.
د نوموړي په خبره چې د امریکا او اسرائیلو له خوا پر ایران د بریدونو له امله د هرمز تنګي وضعیت «له ستونزې سره مخ شوی»، نه د ایران او عمان ترمنځ د نظر د اختلاف له امله.
بقایي زیاته کړې چې سیدعباس عراقچي به نن د اربعین مراسمو لپاره عراق ته ولاړ شي او د خبرو اترو د پلاوي نور غړي په ایران کې دي.