ژبه

لوګر کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۹ ښوونځیو د بیارغونې پروژه بشپړه شوه

خان ولي احمدزى

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴:۲۶

Views: ۱۰

پل‌علم (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵): د لوګر د پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د څه باندې ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۹ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې او اړینو ملحقاتو جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک ته وویل، یاده پروژه د پوهنې وزارت له لوري د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ پلې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې پروژه کې د ۴۹ ښوونځیو د ودانیو ترمیم، د درسي ټولګيو، احاطوي دېوالونو، د لاس‌مینځلو ځایونو، کانکرېټي کثافات‌دانیو، د لمریزې برېښنا او اوبو رسولو سیسټمونو او عصري تشنابونه جوړول شامل وو.

د شاه‌پور عرب په خبره چې زده‌کوونکو ته د مناسب، خوندي او معیاري ښوونیز چاپېریال برابرول د پوهنې ریاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

هغه وویل، ټاکل شوې چې د روان کال په ترڅ کې د پوهنې وزارت له بودجې د ولایت په بېلابېلو سیمو کې د اتو نورو ښوونځیو د بیارغونې چارې هم ترسره شي.

د لوګر د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په بشپړېدو سره شاوخوا ۳۰ زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړو مناسب او معیاري چاپېریال برابر شوی چې تمه ده د زده‌کړو د کیفیت په لوړېدو او د ښوونیزو خدمتونو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.