ژبه

د امریکا یوې محکمې د یو شمېر افغان کډوالو د کورنیو لپاره د سفر اسنادو د صادرولو امر وکړ

John Owen/ U.S. Navy

سهراب سرروي

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹:۱۲

Views: ۳۰
کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵): د امریکا یوې فدرالي محکمې حکم کړی چې د دغه هېواد د حکومت له خوا اعلان شوي سفري محدودیتونه نه شي کولای د یو شمېر افغان کډوالو د مېرمنو او ماشومانو مخه ونیسي چې په امریکا کې له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

امریکایي رسنۍ «سټارز اېنډ سټرایپس» راپور ورکړی چې قاضي انټوني ټرېنګا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی، د هغو اوو افغان کډوالو له ډلې د پنځو کسانو د کورنیو لپاره چې په دې قضیه کې یې شکایت کړی، په ۱۵ ورځو کې د سفر اسناد صادر کړي.

د حکم له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز مکلف شوی چې له خپلو خپلوانو سره د یوځای کېدو په تمه د کورنیو د نورو غړو د سفر وړتیا له سره وارزوي او په دې ارزونه کې سفري محدودیتونه په پام کې ونه نیسي.

محکمې د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي چې د دغه حکم د عملي کېدو د بهیر په اړه هرې دوه اونۍ وروسته راپور وړاندې کړي، تر هغه چې د کورنیو غړي امریکا ته ورسېږي.

دغه قضیه وروسته له هغه مطرح شوه چې په ویرجینیا ایالت کې یو شمېر افغان کورنیو د امریکا د حکومت او دغه هېواد ته د کډوالۍ او سفر مسؤول ادارو، د بهرنیو چارو وزارت، د کورني امنیت وزارت او د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې پر ضد شکایت وکړ.

د راپور له مخې، په دوسیه کې ویل شوي چې د هغو افغانانو د کورنیو غړو، چې په افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې وه، د سفري محدودیتونو له لګېدو مخکې په امریکا کې له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو.

«سټارز اېنډ سټرایپس» راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېر کال د سفري محدودیتونو دوه اعلامیې صادرې کړې چې له مخې یې د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو د وګړو پر ننوتلو محدودیتونه ولګېدل.

د افغان کورنیو مدافع وکیلانو ویلي چې د دغو محدودیتونو په متن کې هغه کسان نه شاملېږي چې د کډوالۍ یا پناهندګۍ حیثیت یې ترلاسه کړی او یا هغه کډوال چې مخکې امریکا ته داخل شوي دي.