ژبه

لوګر کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي

خان‌ولي احمدزی

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱:۴۶

Views: ۱۱

پل‌علم (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز او بېلابیلو ولسوالیو کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي سلطان‌محمد سنګین پژواک ته وویل دغه پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مرکز پل‌علم اړوند پادخواب شانه او جمعه‌کلا سیمو او همدارنګه د خوښۍ، محمداغه او بره‌کي‌برک ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د ترافیک پولیس د پېښو ځایونو ته پر وخت رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.

نوموړي له ټولو موټرچلوونکو وغوښتل چې ترافیکي قوانین رعایت کړي، له ګړندي تګ او بې‌احتیاطۍ ډډه وکړي او د خوندي تګ راتګ اصول په پام کې ونیسي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

د یادونې ده، یوازې دوه ورځې مخکې هم په لوګر ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.