ژبه

دمشق کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي

Reuters

خواجه نصیراحمد صدیقی

۱۶ زمری ۱۴۰۵ - ۰۸:۴۴

Views: ۱۲

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۵): د سوریې د روغتیا وزارت وایي، د دغه هېواد د پلازمېنې دمشق اړوند جرمانه سیمه کې په یوه مسافر وړونکي موټر کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې دغه چاودنه د پنجشنبې په ورځ د جرمانه سیمې په یوه ګڼه‌ګوڼه لرونکي سوداګریز سړک کې شوې ده.

د سوریې دولتي ټلوېزیون د یوه امنیتي چارواکي له قوله، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، راپور ورکړی چې چاودنه په یوه مسافر وړونکي موټر کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.

د سوریې د روغتیا وزارت ویلي چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي، د چاودنې پر مهال په موټر کې یو شمېر مسافر سپاره وو او د چاودنې زور د ګڼه‌ګوڼې سوداګریز سړک ځینې برخې ولړزولې.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.