کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۵): د چین چارواکو د دغه هېواد ختیځو سیمو ته د «دلفین» توپان د نږدې کېدو له امله ښوونځي، روزنیز مرکزونه او یو شمېر سیاحتي ځایونه تړلي دي.
اسوشېټېډپرېس راپور ورکړی چې د «دلفین» توپان نن د چین د ختیځو سواحلو پر لور روان دی او د بادونو ثابت سرعت یې په ساعت کې شاوخوا ۱۶۲ کیلومتره اټکل شوی دی.
د راپور له مخې، اټکل کېږي چې دغه توپان به له ځان سره سخت ورښتونه هم ولري چې له امله یې د پراخو سېلابونو او ځمکښویېدنې خطر هم زیاتېدای شي.
وړاندوینه شوې چې «دلفین» توپان به د یکشنبې ورځې په وروستیو کې ژیجیانګ ولایت او د ګاونډي فوجیان ولایت شمالي سیمې اغېزمنې کړي. شانګهای ښار هم د دغه توپان په مسیر کې پروت دی.
چینایي چارواکو د احتمالي ګواښونو له امله د بیړني حالت درېیمه درجه اعلان کړې ده.
د راپور له مخې، په ژیجیانګ کې ګڼ سیاحتي مرکزونه او د ګرځندوی ځایونه د شنبې او یکشنبې ورځو لپاره تړل شوي دي.
چارواکو د هغو سیمو له اوسېدونکو چې د توپان له ګواښ سره مخ دي، غوښتي چې اړین احتیاطي تدابیر ونیسي.