ژبه

د هرات پولیس: له پنځم پوړ څخه د یوه ماشوم د غورځولو او مړینې په تړاو یوه ښځه نیول شوې

Ahmad sohaib

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳:۰۳

Views: ۳۸

هرات (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۵): د هرات امنیه قومانداني وایي، د یوې ودانۍ له پنځم پوړ څخه د یوه یونیم کلن ماشوم د غورځولو په تړاو یې یوه ښځه نیولې ده؛ د پولیسو په وینا، ماشوم په دې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند سیدمسعود حسیني وایي، دغه ښځه تېره پنجشنبه د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د دې ولایت د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوې ده.
د هغه په وینا، نیول شوې ښځې د یوې کورنۍ په کور کې د پاک‌کارې په توګه کار کاوه او له دوو نورو ښځو سره یوځای یې په دغه کور کې دنده ترسره کوله.
د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، د لومړنیو څېړنو له مخې، د تورنې او یادو دوو نورو ښځو ترمنځ د شخصي اختلافونو او کینو له امله، پر نیول شوې ښځې تور دی چې د یادې کورنۍ یو‌نیم کلن ماشوم یې د ودانۍ له پنځم پوړ څخه لاندې غورځولی دی.
حسیني وایي چې یاد ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ده په وینا، تورنې ښځې د لومړنیو څېړنو پر مهال د دغه عمل پر ترسره کولو اعتراف کړی.
هغه وایي، د دې پېښې دوسیه اړوندو ادارو ته سپارل شوې ده.