کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۵): د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د څارنې او ارزونې په پایله کې د «خیالي محصلینو»، اداري او تدریسي ستونزو او یو شمېر نورو سرغړونو له امله د اوو خصوصي پوهنتونونو فعالیت د یوه کال لپاره ځنډول شوی او د دوو نورو جوازونه لغوه شوي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت خبرپاڼه کې ویلي، د ۱۴۰۵ لمریز کال په پسرلني سمسټر کې یې د هېواد ټول امارتي او خصوصي پوهنتونونه څارلي او ارزولي چې په ترڅ کې یې د نهو خصوصي پوهنتونونو ستونزې «ډېرې جدي» بلل شوې دي.
سرچینه زیاتوي، یادو پوهنتونونو ته څو ځلې سپارښتنې او اخطارونه ورکړل شوي وو، خو د وزارت په وینا، لازم اصلاحات یې نه وو راوستلي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، وروسته د دغو پوهنتونونو د ستونزو د بیا څېړنې لپاره یو پلاوی وټاکل شو او د پلاوي راپور د وزارت رهبرۍ شورا ته وړاندې شو چې د شورا له تایید وروسته د اوو پوهنتونونو د تعلیق او دوو نورو د لغوه کېدو پرېکړه وشوه.
خبرپاڼه کې راغلي، په جوزجان کې برلاس، په بلخ کې راه سعادت او ترکستان، په بدخشان کې ازهر او برنا، په فاریاب کې رشاد او په کابل کې پیام پوهنتونونه د یوه کال لپاره تعلیق شوي دي.
دغهراز، په کندوز کې د کهندژ او په تخار کې د خانۀ دانش پوهنتونونو د فعالیت جوازونه لغوه شوي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي، په یادو پوهنتونونو کې د رهبرۍ او اداري پلاوي نشتوالي، د «خیالي محصلینو» موجودیت، د صنفي حاضریو نه اخیستل، محرومو محصلینو ته په وروستیو ازموینو کې د ګډون اجازه ورکول او لوړو سمسټرونو ته د هغوی ارتقا له مهمو ستونزو وې.
سرچینه زیاتوي، ځینو پوهنتونونو د محصلینو د عملي زدهکړو لپاره لازم لابراتوارونه، تجهیزات، وسایل او مواد نه درلودل او د وزارت له لوري تایید شوی نصاب هم نه تدریسېده.
د وزارت په خبره، په ځینو طبي پوهنځیو کې، سره له دې چې ډېری زدهکړې یې باید په روغتونونو کې په عملي ډول ترسره شي، د څارنې پر مهال په روغتون کې محصلین نه وو موجود.
خبرپاڼه زیاتوي، د هغو دوو پوهنتونونو په صنفي حاضریو کې چې جوازونه یې لغوه شوي، د جعل ستونزه هم موجوده وه؛ د وزارت د معلوماتو له مخې، یو شمېر هغه محصلین چې د سمسټر په جریان کې درسونو ته نه وو حاضر شوي او محروم وو، په بدلو شوو حاضریو کې حاضر ښودل شوي وو.