غزنيښار (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۵): د غزني د ګیلان ولسوالۍ د «وچې کلا» سیمې یو شمېر اوسېدونکي د شاوخوا ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د جوړېدونکي یوه چکډېم د کیفیت او تخنیکي پیاوړتیا په اړه اندېښنه څرګندوی؛ خو مسوولین ډاډ ورکوي چې پروژه به له ټاکل شوو معیارونو سره سم پلې شي.
د یادې سیمې قومي مشران وايي چې د جاغوري، رسنې او ګوهار غرونو له لوري راتلونکې سېلابي اوبه د دغه چکډېم پر لور بهېږي، له همدې امله غوښتنه کوي چې دغه چکډېم دې پیاوړی او معیاري جوړ شي..
د سیمې قومي مشر حاجي غلام پژواک ته وویل، د چکډېم د اوبو په مسیر کې ګڼې کورنۍ ژوند کوي او که په جوړولو کې یې بېپروايي وشي، خلکو ته به د زیان رسېدو جدي احتمالي ګواښ موجود وي.

هغه زیاته کړه: «موږ د دې پروژې له جوړېدو سره مخالفت نه لرو، خو غوښتنه مو دا ده څو په داسې معیار جوړ شي چې د سختو سېلابونو پر وړاندې مقاومت وکړای شي او د خلکو ژوند او مال له خطر سره مخ نه کړي.»
د سیمې بل قومي مشر محمدانور وايي، د جوړېدونکي چکډېم دیوالونه شاوخوا یونیم متر د ځمکې لاندې جوړ شوي دي.
هغه وویل: «خلک د عادي ویالو لپاره هم د ځمکې لاندې دیوالونه یونیم متر جوړوي، خو دلته د لویو سېلابونو د مخنیوي لپاره چکډېم جوړېږي؛ ځکه یې باید د بنسټ او نورو برخو د پیاوړتیا په اړه لازمې تخنیکي ارزونې وشي.»

هغه ادعا کوي چې د چکډېم د ديوالونو ترمنځ عادي ډبرې اچول کېږي او یوازې د ديوالونو په دواړو خواوو کې سمنټ کارول کېږي چې د ده په خبره، کیفیت یې هم د قناعت وړ نه دی.
محمدانور وايي، څو کاله مخکې په همدې سیمه کې یوې موسسې یو استنادي ديوال جوړ کړی و، خو وروسته د سېلابي اوبو له امله ړنګ شو.
بلخوا، د چکډېم جوړولو د قراردادي شرکت یو انجنیر حبیبالرحمن قاضيزاده وايي، د پروژې چارې د حکومت له لوري د ورکړل شوې نقشې او مشخصاتو له مخې ترسره کېږي.
هغه پژواک ته وویل: «موږ د حکومت له لوري د ورکړل شوې نقشې او بیکیو له مخې کار کوو او د پروژې کیفیت ته جدي پاملرنه لرو.»
د سندیزي یا ولاړو اوبو ریاست استازي انجنیر نعمتالله همت وايي، دوی وخت پر وخت د چکډېم له چارو څارنه کوي او د سیمې د خلکو له اندېښنو هم خبر شوي دي.
هغه پژواک ته وویل، په دې پروژه کې دوه چکډېمونه شامل دي چې یو کوچنی د اصلي چکډېم مخې ته د رسوباتو د مخنیوي لپاره جوړېږي او بل یې اصلي چکډېم دی.
د نوموړي په خبره، اصلي چکډېم به په یوه وخت کې د شاوخوا ۸۰ زره مترمکعب اوبو زېرمه کولو ظرفیت ولري.
هغه د خلکو د اندېښنو په اړه وویل: «موږ د خلکو له تشویشونو خبر شوي یو، خو ډاډ ورکوو چې چکډېم به له تخنیکي پلوه داسې جوړ شي چې د سېلابونو پر وړاندې مقاومت ولري.»
همت زیاته کړه، د چکډېم لپاره د اوبو د پارچاو شاوخوا ۱۰۰ متره مسیر په پام کې نیول شوی، څو د اوبو د ډېرېدو پر مهال د وتلو لپاره لازم ظرفیت موجود وي.
د هغه په خبره، د چکډېم له جوړېدو سره به د سېلابي اوبو د کنټرول ترڅنګ د سیمې له اوبیزو سرچینو هم ګټه واخیستل شي.
د ګیلان ولسوالۍ مرستیال عزیزالله طایب وايي، د چکډېم د جوړېدو په اړه د سیمې د خلکو له اندېښنو خبر شوي او دغه موضوع یې له اړوندو مسوولینو سره شریکه کړې ده.
هغه پژواک ته وویل: «موږ د خلکو اندېښنې له اړوندو مسوولینو سره شریکې کړې دي او خپله هم وخت ناوخت د پروژې څارنه کوو، څو چارې یې د ټاکل شوو معیارونو له مخې ترسره شي.»
د معلوماتو له مخې، د دغه چکډېم جوړولو پروژه د شاوخوا ۱۹ میلیون افغانیو په ارزښت د یوه کال لپاره قرارداد شوې او اوس یې د جوړولو چارې روانې دي.

د قراردادي شرکت د مسوولینو په خبره، ټاکل شوې چې د چکډېم جوړولو چارې د ژمي له رارسېدو مخکې بشپړې شي.