ژبه

هرات کې د زون په کچه معیاري لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

احمد صهیب حسرت

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳:۲۸

Views: ۷

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د سوېل‌لوېدیځ زون په کچه د خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو د کیفیت ارزونې معیاري لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لابراتوار نن ملا عبدالغني برادر اخند هرات ولایت ته د سفر پر مهال پرانیستی دی.

هغه ویلي ‎افغانستان د اقتصادي ودې برخه کې لومړني ګامونه اوچت کړي او اړتیا ده چې له ملي او نړۍوالو معیارونو سره سم محصولات او خدمات وړاندې او د محصولاتو د تورید برخه کې ټاکل شوي معیارونه په سمه توګه رعایت شي.

هغه په دې برخه کې د معیاري لابراتوارونو فعالیت مهم یاد کړی چې له مخې یې د محصولاتو او تولیداتو کیفیت او اعتبار تضمینیږي.

ده ویلي، له دې وروسته به افغانستان ته له ګاونډیو او نورو هېوادونو د واردېدونکو خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو کیفیت او اعتبار د همدغه لابراتوار پر بنسټ ارزول کېږي او په دې سره به د بې کیفیته، تقلبي او غیرمعیاري توکو د وارداتو مخنیوی وشي.

برادر ویلي، دغه لابراتوار به د وارداتي توکو ترڅنګ د کورنیو تولیداتو د کیفیت د تثبیت او د صادراتو د پراختیا په برخه کې هم فعالیت کوي او  په دې سره به افغاني محصولات د کیفیت له اړخه له نورو هېوادونو سره سیالي ترسره او په نړۍوالو بازارونو کې به د اعتبار وړ ځای خپل کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو سوداګرو په کلکه غوښتي چې هېواد ته بې کیفیته توکي وارد نه کړي او ویلي یې دي: «د پخوا غوندې په ټینګار درڅخه غواړم چې د شخصي ګټو لپاره هېواد ته بې کیفیته، غیرمعیاري او د خلکو روغتیا ته زیان‌رسوونکي توکي مه راوړئ، که چا داسې توکي راوړل پرته له شکه مستردیږي او په هيڅ صورت د دې ډول محصولاتو وارداتو ته اجازه نه ورکول کېږي.»

هغه دغه‌راز په کورنیو تولیدونکو شرکتونو او فابریکو هم غږ کړی چې د محصولاتو کیفیت ته پوره پاملرنه وکړي.